جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د ښځو د حقونو له ورکولو پرته به د طالبانو...

امریکا وايي، د ښځو د حقونو له ورکولو پرته به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي

تاند (جمعه، د حمل ۳۹مه) امریکا وايی، تر څو چې طالبانو په ټولنه کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه نه وي ورکړې، د دوی حکومت به په رسمیت ونه پېژندل شي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویندوی ویدانت پاټیل په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسي کې د افغان ښځو او نجونو مساوي حقوق کلیدي ځای لري.

ده زیاته کړه، د طالبانو حکومت به تر هغو په رسمیت ونه پېژندل شي چې ښځو او نجونو ته یې اجازه نه وي ورکړې چې د خپل هیواد په ټولنه او اقتصاد کې ګډون ولري.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې په دې نامه چې تر بلې خبرتیا پورې دې نجونې ښوونځیو ته نه ځي، بندې کړې، ورپسې یې له پوهنتونونو منع کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دې ته په اشارې چې د افغانستان نیمايي نفوس یعني ۲۱ میلیونه ښځې دي وویل:«دا د افغانستان د پالیسۍ په تړاو زموږ په دریځ کې یو کلیدي عامل دی، او دا داسي شی دی چې موږ ورته کار کوو او ادامه ورکوو.»

طالبان د نجونو د زده کړو پر سر هم د خپلو پلویانو او هم مخالفانو له لوري له انتقادونو سره مخامخ دي او په داسي حال کې چې اکثره طالب چارواکي هم وايي چې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي، څو اصلي تصمیم نیوونکي طالبان اجازه نه ورکوي چې نجونې زده کړې وکړي او د دوی حکومت د افغانستان د رسمي او مشروع دولت په توګه په نړۍ کې ومنل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب