Homeخبرونهټرمپ: د ایران د سمندري محاصرې د پای ته رسولو په اړه...

ټرمپ: د ایران د سمندري محاصرې د پای ته رسولو په اړه د پاکستان غوښتنه ارزول کېږي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) رویټرز خبري اژانس د پاکستان د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ قومندان عاصم منیر له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړې او هغه ته یې ویلي چې د ایران سمندري محاصره له تهران سره د سولې د خبرو خنډ شوې ده.

د پاکستاني چارواکو څرګندونې عموماً د امریکا له لوري دیکته شوې خبرې ګڼل کېږي.

د سرچینې په وینا، ټرمپ په ځواب کې ویلي چې «دا سپارښتنه به په پام کې ونیسي».

دا راپور تر اوسه د امریکايي چارواکو له خوا نه دی تایید شوی او نه هم رد شوی.

بل لور ته، د ایران چارواکو د امریکا له خوا سمندري محاصره «د اوربند سرغړونه» بللې او ویلي یې دي چې تر اوسه د پاکستان په کوربه‌توب له امریکا سره په دوهم پړاو خبرو کې د ګډون کوم پلان نه لري.

امریکا پرون ویلي و چې د دوشنبې په ورځ (یعني نن) به یې مرکچي پلاوی پاکستان ته ورسېږي او د ایران په وخت به د سې شنبې په ورځ له ایراني لوري سره خبرې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...