Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان پورونه ریکارډ حد ته ورسېدل؛ حکومت هره ورځ کابو ۲۱...

د پاکستان پورونه ریکارډ حد ته ورسېدل؛ حکومت هره ورځ کابو ۲۱ میلیارد روپۍ پور اخلي

تاند(دوشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) پاکستاني رسنیو نن (دوشنبې) راپور ورکړ چې د دغه هیواد د اوسني حکومت په لومړیو دوو کلونو کې د فدرالي پورونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

 د راپورونو له مخې، حکومت په دې موده کې شاوخوا ۱۵ زره او ۷۲ میلیارد روپۍ پور اخیستی، چې دا د هېواد په تاریخ کې یو ریکارډ بلل کېږي.

د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بنک) د تازه معلوماتو له مخې، دا زیاتوالی د ۲۰۲۴ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر فبرورۍ پورې راغلی دی.

 شمېرې ښيي چې په دې موده کې هره ورځ په اوسط ډول نژدې ۲۱ میلیارد روپۍ پور زیات شوی دی.

د مرکزي بانک د جزییاتو له مخې، په دې دوو کلونو کې د کورنیو پورونو اندازه ۱۴ زره او ۴ میلیارد روپۍ زیاته شوې، او بهرني پورونه هم شاوخوا یوزرو ۶۸ میلیارد روپۍ لوړ شوي دي.

له دې سره، تمه ده چې د پاکستان د فدرالي حکومت ټول پور د ۲۰۲۶ کال تر فبرورۍ پورې نژدې ۷۹ زره او ۸۸۲ میلیارد روپیو ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې د لنډمهالې (سرپرست) حکومت تر وروستیو میاشتو، یعنې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې، د پورونو کچه شاوخوا ۶۴ زره او ۸۱۰ میلیارد روپۍ وه، چې اوس په څرګند ډول لوړه شوې ده.

اقتصادي متخصصان خبرداری ورکوي چې د پورونو دا چټک زیاتوالی د پاکستان پر اقتصاد جدي اغېزې کولی شي، او په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...