Homeخبرونهریاست الوزرا د کورونو جوړولو په اړه نوی حکم صادر کړ

ریاست الوزرا د کورونو جوړولو په اړه نوی حکم صادر کړ

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۳۱مه) ‏ افغانستان کې د طالبانو حکومت ریس ‌الوزرا ټولو ادارو او ولایتونو ته حکم کړی چې، له نن وروسته، د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې خلکو ته د شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، د معاملاتو د رهنما یا عرفي سند او د مسجد د امام له تایید وروسته د ودانۍ او تعمیر د جوړولو اجازه ورکړل شي.

دغه حکم نن (دوشنبه، د وري ۳۱مه) صادر کړ شوی دی.

سرچینې حکم کړی چې، ښاروالۍ دې په ښارونو کې هغه خلکو ته د کورونو جوړولو اجازه ورکړي چې غواړي کورونه جوړ کړي.

په خبرپاڼه کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې په دې برخه کې دې هیچا ته ستونزه نه جوړوي او اراضي دې د یوې میاشتې په موده کې د ځمکو نقشې ښاروالیو ته وسپاري.

په حکم کې راغلي چې، ښاروالۍ دې په همدې موده کې هغه ځایونه مشخص کړي چې، د سیاحت یا تاریخي سیمې وي یا ممنوعه پلانونه وي.

سرچینې زیاته کړې چې، په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې هغه کورونه چې مشخص پلان لري او نقشه یې تطبیق شوې نه وي په لاندې شرائطو کې د کور جوړولو اجازه ورکړي:

١ – شرعي قباله ولري.

٢ – مالیه یې ورکړې وي.

٣ – د معاملاتو سېټه ولري.

٤ –  عروفي سند ولري.

٥ – د مسجد د امام او ٢ همسایه ګانو او وکیل ګذر تصدیق دې واخلي او وروسته دې کور جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...