Homeخبرونهافغانستان د مرکزي اسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې ګډون کوي

افغانستان د مرکزي اسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې ګډون کوي

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۳۱مه) ‏ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د مرکزي اسیا په نړیوال صنعتي نندارتون (INNOPORM) کې ګډون کوي.

عزیزي په دې نندارتون کې د ګډون په موخه د ازبکستان په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.

د طالبانو یاد وزارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویليچې، له عزیزي سره په دغه پلاوي د پنبې، ډبرو سکرو، مصالحو او کرنیزو محصولاتو د سکټورونو شاوخوا ۶۰ شرکتونه شامل دي چې، په دغه نندارتون کې به ګډون وکړي.

دغه نندارتون نن پیل او د روانې اپرېل میاشتې تر ۲۲مې نېټې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې دوام ولري.

د نندارتون موخه د صنعت او ټکنالوژۍ پراختیا او پانګونه یاده شوې ده.

په دغه نندارتون کې د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، بیلاروس او روسیې چارواکي او پانګوال ګډون کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...