Homeخبرونهنوې جنیټیکي ازموینه؛ د سینې سرطان میلیونونه ناروغان ښايي له کیموتراپي وژغورل...

نوې جنیټیکي ازموینه؛ د سینې سرطان میلیونونه ناروغان ښايي له کیموتراپي وژغورل شي

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۲مه)) د یوې نوې نړیوالې څېړنې پایلې ښيي چې د سینې د سرطان میلیونونه ناروغان ښايي د بقا د چانس د نه لرلو په صورت کې له کیموتراپۍ تېر شي. څېړونکو د «پروساینا» (Prosigna) په نوم د جنیټیکي ازموینې په مرسته توانېدلي چې هغه ناروغان وپېژني چې رښتیا هم کیموتراپي ورته ګټه لري او هغوی چې کیموټراپي ورته بې ګټې ده.

دا څېړنه د لندن د کالج پوهنتون په مشرۍ په څو هېوادونو کې پر څه باندې ۴ زره هغو ناروغانو شوې چې عمرونه یې له ۴۰ کلونو پورته وو او تازه یې د سینې سرطان تشخیص شوی و.

څېړونکو د سرطان د ودې د ۵۰ اړوندو جینونو فعالیت وڅېړه چې د ناروغۍ د بېرته راګرځېدو خطر معلوم کړي. پایلو وښودله چې په درو کې کابو دوې برخې ناروغان د ټیټ خطر په ډله کې شامل وو او بې لهخ دې چې کیموټراپي ته اړتیا ولري، یوازې د هورموني درملنې په مرسته یې درملنه کېده.

د څېړنې له مخې، په دې ډله کې د پنځو کلونو د پایښت کچه ۹۳.۷ سلنه وه، په داسې حال کې چې د کیموتراپي په ترلاسه کوونکو ناروغانو کې دا کچه ۹۴.۹ سلنه ثبت شوې ده. څېړونکي وایي، دا ډېر لږ توپیر ښيي چې ګڼ ناروغان کولای شي د کیموتراپي له درنو عوارضو پرته معالجه شي.

کیموتراپي معمولاً له جراحۍ وروسته د سرطان د بېرته راګرځېدو د خطر د کمولو لپاره کارول کېږي، خو له سختې ستړیا، زړه بدوالي، د ویښتانو تویېدو، د بدن د دفاعي سیستم له کمزورۍ او د حمل له ستونزو سره مله وي.

د سرطان متخصص پروفیسر ډیویډ مایلز دغه موندنې «د درملنې په طریقه کې یو بدلون راوستونکی پرمختګ» بللی او ویلي یې دي چې اوس ډاکټران کولی شي په ډېر ډاډ هغه ناروغان وپېژني چې له کیموتراپي هېڅ ګټه نه ترلاسه کوي.

څېړونکي زیاتوي چې لا هم معلومه نه ده چې دا پایلې به له ۴۰ کلونو څخه د کم عمر پر ناروغانو هم صدق وکړي او که نه، خو په دې اړه نورې څېړنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کور ته د اختر سودا د شپې راوړی

دا بیت د ټولنې د اقتصادي نابرابرۍ، انساني درد او د اختر د خوښیو تر شا د پټو محرومیتونو ژور انځور وړاندې کوي:  کور ته...