مرجعي ريښه موندنه (تأصيل)؛ تمدن د بېلګې په توګه
ليکوال: ډاکټر مراد بوفولة
ژباړه: عارف رسولي
(معاصر) فکر د «تمدن» د مفهوم په ټاکلو کې د ښکاره ګډوډۍ شاهد دی، دا د هغو فکري بدلونونو پایله ده چې نننۍ نړۍ تجربه کړي دي. په لوېديځو تصوراتو کې پر تمدن باندې مادي، تخنيکي او اداري اړخ غالب شوی دی، په داسې حال کې چې ارزښتي، روحي او اخلاقي اړخ ترې جلا شوی او د «کلتور» تر عنوان لاندې یې راوستی دی. د دغه جلاوالي له امله داسې يو مادي تمدني ماډل رامنځته شوی چې د ځواک او نظم اوزار خو لري، خو په ورته وخت کې د معنا، انسان او روح له بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی.
له همدې ځایه، په اسلامي ليدلوري کې د تمدني مفاهیمو مرجعي ريښه موندنې (تأصيل) ته د بېرته ګرځېدو ارزښت څرګندېږي، ترڅو داسې يو بشپړ لیدلوری رامنځته شي چې د «تمدني پاڅون ټولنپوهنې» بنسټ وګرځي. دا هغه علم دی چې د الهي سنتونو او ټولنیز واقعیت په رڼا کې د تمدني پرمختګ شرایط او د انساني عمران (ابادۍ) قوانین څېړي. د «تمدن» مفهوم په دې پوهنيز جوړښت کې یو له مرکزي مفاهیمو څخه دی؛ ځکه چې دا د انسان، ارزښتونو، عمران او تاریخ ترمنځ د اړیکې جامع چوکاټ دی.
په دې تړاو، اسلامي متفکر محمد قطب څرګندوي چې تمدن (الحضارة) په خپله لغوي ريښه کې د ښاري اوسېدونکو (اهل الحضر)، مېشتېدنې او ابادۍ له فعل سره تړاو لري، خو په اسلامي اصطلاح کې د هغې معنی یوازې له مادي ښاري کېدو څخه ډېره پراخه او ژوره ده. هغه وايي:
“تمدن په لغت کې د ښاري خلکو فعل دی، خو په اسلامي اصطلاح کې د الهي تګلارې (منهج) سره سم د ځمکې ابادول دي، چې په دې کې مادي او اداري اړخونه هم راځي او هغه ارزښتونه هم پکې شاملېږي چې دا دین یې ليرې کوي، پرته له دې چې دا له هغو څخه جلا وي.”
دا پېژندنه په اسلامي لیدلوري کې د تمدن یوه بنسټیزه ځانګړتیا بربنډوي، چې هغه د مادې او روح، د نظم او ارزښتونو، او د ابادۍ او هدایت ترمنځ د بشپړتیا (تکامل) ځانګړتیا ده. تمدن یوازې ودانۍ، فابریکې او تکنالوژي نه ده، او نه هم یوازې روحي وعظ او اخلاقي مثالي توب دی چې له واقعیت څخه جلا وي؛ بلکې دا یو هر اړخیز انساني جوړښت دی چې پکې په ځمکه کې د الهي تګلارې سره سم د انسان خلافت تحقق مومي.
خو په اسلام کې دا تمدني جوړښت یوازې پر مادي نظم یا مجرد اخلاقي لارښوونه ولاړ نه دی، بلکې تر هر څه وړاندې د هغې «فطرت» د درناوي پر بنسټ ولاړ دی چې الله تعالی انسانان پرې پیدا کړي دي؛ ځکه فطرت هغه اصلي انساني جوړښت دی چې د انسان رواني، اخلاقي او ټولنیز انډول ساتي او هغه د تولیدي او رغندې هڅې لور ته بیايي.
له دې امله، اسلام چې کله تمدن رامنځته کوي، د انسان د فطرت په ضد یا د هغه د انسانیت په زیان یې نه جوړوي، بلکې د هغه له روغ او سم طبیعي حالت سره په همغږۍ کې یې رامنځته کوي چې الله تعالی پکې ايښی دی. له همدې امله الله تعالی فرمایي: ﴿فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ﴾ (د الله هغه فطرت غوره کړه چې خلک یې پرې پیدا کړي دي، د الله په تخلیق کې هیڅ بدلون نشته)
په اسلامي لیدلوري کې فطرت یوازې مذهبي تمایل نه دی، بلکې یو معیاري نظام دی چې انسان د خیر، عدالت، انډول او رحمت لور ته بیايي او انسانیت یې له انحراف، په شیانو بدلېدو (تشيؤ) او اخلاقي پاشلتیا څخه ساتي.
له همدې امله، هر هغه تمدني پروژه چې انسان له خپل فطرت څخه جلا کوي ــ که څه هم مادي پرمختګ یې خورا لوړ وي ــ په خپله د انسان لپاره په یو ګواښ بدلېږي؛ ځکه چې هغه اخلاقي او معیاري قطبنما له لاسه ورکوي کوم چې د ابادۍ حرکت کنټرولوي. له همدې امله موږ ګورو چې ډېری اوسني بحرانونه یوازې تخنیکي یا اقتصادي بحرانونه نه دي، بلکې په جوهر کې د فطرت، معنی او ارزښتونو بحرانونه دي.
همدا علت دی چې محمد قطب پر معاصر لوېدیځ تصور باندې نیوکه کوي چې د کلتور او تمدن ترمنځ یې بېلتون راوستی دی، په دې توګه چې کلتور یې له ارزښتونو او افکارو سره تړلی او تمدن یې یوازې مادي او اداري اړخ ته ځانګړی کړی دی. دا جلاوالی داسې یو انسان تولیدوي چې له تخنیکي اړخه پرمختللی وي مګر روحي او اخلاقي قطبنما یې ورکه وي، او همدا چاره د مادي پرمختګ سره سره د عصري تمدن ډېری بحرانونه روښانه کوي.
د «تمدني پاڅون ټولنپوهنې» له نظره، تمدن نه رامنځته کېږي مګر د یو لړ ټولنیزو، عمراني او رواني شرایطو په پوره کېدو سره، چې تر ټولو مهم یې دا دي: «ثبات، امنیت، انساني راټولېدنه، ډاډ او د ټولنیزو اړیکو د تنظیم وړتیا». لکه څنګه چې مالک بن نبي ټولنه داسې تعریف کړې: ټولنه هغه څه ده چې د خپل وخت ټولنیزې اړیکې سموي، پرته له دې چې په هغه څه کې راګیره شي چې ده ورته “ټولنیزه ناروغي” ویلي، کومه چې د ټولنیزو اړیکو شبکه له منځه وړي.
نو ګډوډي، وېره او د ارزښتونو پاشلتیا، دا ټول هغه لاملونه دي چې د تمدني فعالیت د درېدو او د پاڅون لپاره د ټولنې د وړتیا د کمزوري کېدو لامل ګرځي. له همدې امله، امنیت، ارامتیا او ثبات ته اړتیا، تر مادي او معیشتي اړتیا وړاندې، یوه تمدني اړتیا ده؛ ځکه چې انسان نشي کولای په داسې یو چاپېریال کې چې اضطراب، اندېښنه او پاشل توب پکې واکمن وي، خلاقیت وښيي، ځمکه اباده کړي او یا بنسټونه جوړ کړي.
همدارنګه، اسلام ــ د فطرت د دین په توګه ــ د انسان د روحي او مادي اړتیاوو ترمنځ بېلتون نه راولي، بلکې د دواړو ترمنځ د انډول د رامنځته کولو لپاره کار کوي او دا هغه څه دي چې وحې روښانه کړي دي. انسان په اسلامي لید کې له روح او جسد، او له دنیا او اخرت څخه یو جوړ شوی موجود دی، له همدې امله الهي تګلاره د ژوند ټولو اړخونو ته شامله ده.
دا بشپړتیا او تکامل په شرعي نصوصو کې په ښکاره توګه څرګند دی، الله تعالی فرمایي: ﴿وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ﴾ (او لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ) لمونځ د روحي او تزکیې د اړخ استازیتوب کوي، په داسې حال کې چې زکات د ټولنیز، اقتصادي او پیوستون د اړخ استازیتوب کوي.
او فرمایي: ﴿وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا﴾ (او خورئ او څښئ او اسراف مه کوئ) په دې ایت کې د اعتدال او ارزښتونو د ضوابطو په چوکاټ کې د مادي اړتیاوو د پوره کولو پر مشروعیت ټینګار شوی دی.
او الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا﴾ (او په هغه څه کې چې الله تاته درکړي دي، د اخرت کور ولټوه او له نړۍ څخه خپل برخه مه هېروه) دا په اسلام کې د تمدني انډول یو له خورا لویو بنسټ اېښودونکو ایتونو څخه دی، چیرته چې د اخروي هڅې او دنیوي ابادۍ ترمنځ هیڅ بېلتون نشته، بلکې د الهي تګلارې سره سم د نړۍ ابادول د الله تعالی د بندګۍ (عبودیت) د تحقق برخه ده.
دلته فطرت د هغه داخلي کنټرولر په توګه کار کوي چې تمدن له یو خوندور مادي ماشین څخه ساتي، او د انسان ارزښت د ابادۍ د موخې په توګه ساتي، نه یوازې د تولید او مصرف د یوې وسیلې په توګه. له همدې امله، اسلامي تمدن پرمختګ یوازې د تولید او ځواک په کچه نه کچ کوي، بلکې په دې کچ کوي چې ټولنې تر کومې کچې د انسان انسانیت او هغه معیاري ارزښتونه ساتلي دي چې عدالت، رحم او انډول رامنځته کوي.
له همدې ځایه، «د تمدني پاڅون ټولنپوهنه» باید د پاڅون له خالصو مادي تصوراتو څخه پیل نشي، بلکې له داسې یو توحیدي لید څخه پیل شي چې انسان د تمدني پروسې محور ګڼي، او ابادي له ارزښتونو، پرمختګ له اخلاقو او لوړتیا له انساني موخې سره تړي.
تمدن په اسلامي لیدلوري کې یوازې مادي انبار نه دی، بلکې دا د انسان، خاورې، وخت، ارزښتونو او فطرت ترمنځ د انډول یو حالت دی. دا هغه فکر دی چې مالک بن نبي ورباندې ټینګار کړی کله چې هغه تمدن د انسان له اغېزناکتوب (فعالیت) او د هغو ټولنیزو او ارزښتي اړیکو له شبکې سره وتاړه چې پر ټولنه واکمنې وي.
د تمدن د مفهوم مرجعي ريښه موندنه (تأصيل) د تمدني پاڅون د ټولنپوهنې د یو بشپړ علمي پروژې په جوړولو کې یو بنسټیز ګام دی؛ ځکه چې پاڅون یوازې د مادي وسایلو په واردولو سره نشي ترلاسه کېدای، بلکې د داسې یو ارزښتي، روحي او فطري نظام سره سم د انسان بیا جوړونې ته اړتیا لري چې وکولای شي تمدني عمل د خلافت، ابادۍ او تمدني شاهدۍ د تحقق لور ته لارښوونه کړي.
په دې توګه، په اسلام کې تمدن په یو بشپړ انساني پروژه بدلېږي چې د ایمان او عمل، د روح او مادې، د ارزښتونو او نظم، او د دنیا او اخرت ترمنځ همغږي راولي، او دا د هغه هراړخیز کوني سنتي لید په اډانه کې کېږي چې “الطيب برغوث” په خپلو لیکنو کې ورته بنسټ اېښی دی؛ هغه لید چې د انسان کرامت او په ځمکه کې د هغه د شتون رسالت پوره کوي، او د هغه فطرت ساتي چې په هغې سره تمدن او انسان دواړه سم پاتې کېږي.