تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۲ مه) د «اپل» شرکت، چې د څو لسیزو په اوږدو کې یې د یوه تړلي او تر بشپړ کنټرول لاندې ایکوسیستم پر بنسټ بېساری بریالیتوب ترلاسه کړی، اوس د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په عصر کې له یوې مهمې او بنیادي ننګونې سره مخامخ شوی دی.
همدغه کنټرولمحوره ماډل، چې د ځانګړو چیپونو، عملیاتي سیسټم او د اپلیکیشنونو د پلورنځي له لارې یې ټول سیستم اداره کړی، «آیفون» د مصرفي ټکنالوژۍ په تاریخ کې تر ټولو بریالی محصول ګرځولی دی. یوازې تېر کال د آیفون عاید نژدې ۲۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسېد او اپل ته یې د کلونو لپاره د نړۍ تر ټولو د ارزښتناک شرکت مقام ورپه برخه کړی دی.
خو د ۲۰۲۶ کال په مني کې د نوي اجرائیه رئیس، جان ترنوس، له ټاکل کېدو سره یوه مهمه پوښتنه راپورته شوې ده: ایا د اپل دا دودیز او سخت کنټرول شوی چلند به د مصنوعي ځیرکتیا په نړۍ کې هم اغېزمن پاتې شي، که به د نوښت پر وړاندې خنډ شي؟
د مصنوعي ځیرکتیا اوسنی انقلاب د پرانیستې همکارۍ، چټک پرمختګ او د پراختیاکوونکو پراخ لاسرسي پر بنسټ ولاړ دی. شرکتونو لکه «اوپناېآی»، «ګوګل» او «میټا» د نسبتاً پرانیستو او پراختیا وړ ماډلونو په وړاندې کولو سره په چټکۍ کاروونکي او پروګرامجوړوونکي جذب کړي دي، که څه هم دغه سیستمونه کله ناکله له تېروتنو او امنیتي خطرونو سره هم مله وي.
په مقابل کې، اپل د محرمیت، کیفیت او دقیق کنټرول پر اصولو ټینګار کړی او له همدې امله یې محتاط دریځ غوره کړی دی. دې تګلارې د کاروونکو باور ساتلی، خو له بلې خوا یې د سیالانو او قانوني ادارو فشارونه هم زیات کړي دي، په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې او د «ایپیک ګېمز» په څېر شرکتونو له لوري.
د چین د «پرانیستی موټ» په څېر ځینې سافټویرونه، چې په چټکۍ سره پراخ شوي، د پرانیستې نوښت ګټې ښيي، خو په عین حال کې یې امنیتي نیمګړتیاوې او د معلوماتو د افشا کېدو خطرونه هم څرګند کړي دي؛ هماغه خطرونه چې اپل تل هڅه کړې ترې ځان وساتي.
په همدې منځ کې اپل هڅه کوي یوه منځنۍ لاره ومومي. د دې هڅو یوه بېلګه له ګوګل سره همکاري ده، څو د «جمنای» مصنوعي ځیرکتیايي ماډل د «سیري» مجازي مرستیال د وړتیاوو د لوړولو لپاره وکاروي.
د اپل تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې څنګه مصنوعي ځیرکتیا په خپل تړلي ایکوسیستم کې مدغم کړي، پرته له دې چې د خپل اصلي رقابتي امتیاز، یعنې کیفیت، امنیت او یووالي، قرباني ورکړي.
ځینې شنونکي باور لري چې اپل کولای شي د خپل سازماني کلتور او ارزښتونو په ساتلو سره د مصنوعي ځیرکتیا په سیالۍ کې بریالی پاتې شي. خو دا خطر هم شته چې په داسې چاپېریال کې، چې چټکتیا او انعطافمنښت پکې تر ټولو مهم عوامل ګڼل کېږي، د اپل تاریخي ځواکمن ټکي لکه سخت کنټرول، دقت او انضباط، په محدودیتونو بدل شي.
په پای کې، د اپل راتلونکی تر ډېره د دې شرکت پر وړتیا پورې تړلی دی چې د «کنټرول» او «پرانیستې همکارۍ» ترمنځ مناسب توازن رامنځته کړي. همدا توازن به وټاکي چې ایا اپل به وکولای شي د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې هم خپل مخکښ مقام وساتي او که نه.