Homeخبرونهملګرو ملتونو د «ال نینو» د بېرته راڅرګندېدو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د «ال نینو» د بېرته راڅرګندېدو خبرداری ورکړ

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۲ مه) د ملګرو ملتونو اړوند د هوا پېژندنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د روان کال د جون او اګست ترمنځ د ال نینو د رامنځته کېدو احتمال ۸۰ سلنې ته رسېدلی او نړۍ باید د سختو اقلیمي او هوايي پېښو لپاره چمتووالی ونیسي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په ارام سمندر کې د اوبو غیرمعمولي تودوخې د ال نینو د رامنځته کېدو شرایط برابر کړي دي. اټکل کېږي چې دا پدیده به د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د تودوخې، بارانونو او بادونو پر بڼو اغېز وکړي.

ال نینو څه شی دی؟

ال نینو او لا نینا د ارام سمندر دوې متناوبې اقلیمي پدیدې دي. د ال نینو پر مهال د سمندر سطحه تودېږي او په ګڼو سیمو کې بارانونه زیاتېږي، خو د لا نینا پر مهال اوبه سړېږي چې ډېری وخت د وچکالۍ او د بارانونو د کمېدو سبب کېږي.

متخصصان وایي ال نینو عموماً د دوو او اوو کلونو ترمنځ واټن کې رامنځته کېږي او له ۹ تر ۱۲ میاشتو دوام کوي.

د وچکالۍ او سختو بارانونو خطر

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان وایي چې د نوومبر تر میاشتې پورې د ال نینو د رامنځته کېدو احتمال کابو ۹۰ سلنه دی او اټکل کېږي چې شدت به یې لږ تر لږه متوسط او ښایي قوي وي.

د سازمان مشرې، Celeste Saulo، ویلي نړۍ باید د داسې ال نینو لپاره چمتو وي چې د وچکالۍ، سختو بارانونو او د تودوخې د څپو خطر زیاتوي.

نړۍ لا تودېږي

راپور زیاتوي چې ال نینو د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو د بې‌ساري تودوخې په ثبتېدو کې هم رول درلود. ۲۰۲۴ کال د تودوخې د درجو د ثبت په تاریخ کې تر ټولو ګرم کال ګڼل شوی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي چې «ال نینو زموږ دروازې ته رسېدلی» او نړۍ باید دا د اقلیمي بحران جدي خبرداری وبولي.

کومې سیمې به ډېرې اغېزمنې شي؟

د سازمان د اټکلونو له مخې:

  • د نړۍ په ډېرو سیمو کې به د عادي حالت پرتله لوړې تودوخې ثبت شي.
  • د افریقا د شمالي ښکر په ځینو برخو کې به بارانونه کم وي.
  • په جنوبي اسیا کې به موسمي بارانونه تر اوسط کم وي.
  • په مرکزي امریکا کې به دوبی لا تود او وچ وي.

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د وختي خبرداري سیستمونه کولی شي د کرنې، اوبو مدیریت، انرژۍ او روغتیا په برخو کې د زیانونو د کمولو لپاره مهم رول ولوبوي. د دغه سازمان په وینا، دا مهال ۱۲۸ هېوادونه د عصري وختي خبرداري سیستمونه لري او هدف دا دی چې تر ۲۰۲۷ کال پورې دا پوښښ نړیوال شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...