Home+زموږ په اقتصاد او د استخدام د فرصتونو ایجاد کې د مالداري...

زموږ په اقتصاد او د استخدام د فرصتونو ایجاد کې د مالداري رول

پوهاند محمدبشیر دودیال

تېرو شلوکلونو کې پر موږ د لبرال دیموکراسي باد را ولګېد، خو نه مو خصوصی سکتور سم جوړکړای شو، نه مو بهرنۍ مرستې سمې وکارولې. آن دا چې ډېرو مقاماتو لا د (آزد بازار) او د (بازار داقتصادی نظام) توپیر نشو کولای، د اقتصاد تر څنګ، سیاست، مطبوعات، ټولنیز نظم او آن تعلیمي برخه د ټولنې له عیني واقعیتونو لرې وه، تنظیم شوی پراخ فساد یې سرباری! نورې نړۍ په بیړه MDGs راونغاړله او دادی SDGs نغاړلو ته یواځی درې کاله پاتې دي!!  موږ چې دغو ټکیو ته ګورو، سرمو ګنکس شي چې دا یې لا څه شی دي؟ (افغانستان د وصل کړۍ) ښه شعار و، خو چا نه پرېښودو، (آب آبروی ما) یو ضرورت و، خو ګاونډیان لا مخکی د هغو په مفته استعمال عادت شوی وو، درسی کتابو ته مو منطقوی اقتصاد، منطقوی سازمانونه، د لوبې نظریه (game theory)، …ډېرې نورې خبرې راوړې، خو ټولې خاک ودود شوې. دلته ساده او کلیوالي خبرې کوم او خپل ټغر ته به ګورو پښې به ورسره غځوو:

  نورو هېوادو کې د کار ځواک په حرفوي او مسلکي ډول روزل شوی دی، د تکنالوژي او تخصصی مهارت په مټ صنعتی تصدیو او کارځایونو کې د اونۍ شپږ ورځې او هره ورځ اته- نهه ساعته کار کوي. افغانان دا امکانات او د دې ډول کار لپاره تکنالوژی او مهارت او حتا انرژي نه لري، هیله ده دا کمښت پوره کړو، خو ترهغه مهاله نور امکانات لرو، مثلاً د دوی لپاره مالداري نه سخته او نه ستومانووکې ده.

چې داسې ده، نو مالداري له کوم پلوه ضرورده؟

  افغانستان متنوع اقلیم لري، خو د کرنې ټول سکتور کې هارتیکلچر چې د لوړ عاید تمه ورڅخه کیږي، زیاتو اوبو، د محصولاتو صنعتي پروسس، سړو خونو، د ترانسپورت آسانتیا او آن لابراتوارونو ته اړتیالري. له همدې امله محدودو سیمو ته یې سپارښت کیږي، اګرانومی نسبتاً مناسبه ده، په تېره بیا چی غنم په للمی بڼه هم کرل کیدای شی. بڼوالي لږو اوبو ته اړتیا لري، خو نباتي ناروغۍ او ږلۍ د افغانستان بڼوالی ته هرکال لوی زیان اړوي او موسمی بیکاري لري. د څارویو روزنه له اصلی (تارګیت) تولید سره، متمم محصولات (شیدی، پوستکی، غوښه اووړۍ) لري، چې ملی ناخالص تولید او د ټول وخت شغلونه رامنځته کولای شي. په دې کې د هر کور دوه- درې څاروی روزنه چې یوه عنعنوی مالداري وه یو خوا، خو مهمه داده چې د مالدارۍ  عصری یا اقلاً نیمه عصري فارمونه تاسیس کړو. دا ډول فارمونه موږ پخوا لرل: دبینی حصار د مالداری فارم، د هډې د څارویو (غواګانو د روزنی) فارم او څو نور. افغانستان د مالدارۍ د برخې یو شمیر تولیدات بهر ته هم صادرولای شي لکه پوستکي، کشمیره(کرک) او وړې ، خو د دې په پرتله موږته ژوندي څاروي او د هغو محصولات لکه غوښه، هګۍ او لبنیات مهم دي. یو شمیر ژوندی څاروي په فزیکي کار(قلبه، باروړلو، ارهټ ګرځولو، ګاڼۍ د شرشم تیلو کښلو ..) کی په کاریږي. دغې تقاضا ته له وارداتي لارې ځواب نشو ویلای. د ژوندی څارویو آن ډېران ګټور دی، دا ځکه چې زموږ خاورې زیاتره منرالي دي، عضوي مواد نه لري.

افغانستان د مالدارۍ د ډېر ژر ودې لپاره ډېر ښه پوتانشیل لري. دغه سکتور کولای شي چې د اقتصادي ودې او کارموندنې لپاره ډېره ښه ونډه ولري او بهرنۍ سوداګري کې واردات تعویض کړي. موږ د څارویو د روزنی فزیکي چوکاټ (physical frame work) دهغی موسساتي (institutional framework) او اقتصادی چوکاټ (Eco. Framework) پورې نه دی رسولی. د موسساتی چوکاټ له پلوه څاروي روزنه په افغانستان کې د ډېرو کسانو لپاره یوه په زړه پورې بوختیا او د بیوزلو له خوا ترسره کېدونکی او مغذي خوراکي توکي تولیدوي. په مالدارۍ کې ښځې هم بوختېدای شي(کورنی اقتصاد). موسساتی چوکاټ مې ځکه یاد کړ چې آریائیان له پخوا مالدار وو. نومادیزم او مالداری زموږ دنیکونو دژوند یو طرز و، کافی تجربه یې لرو او کلیوالو خلکو ته هم نظر یو شمېر حرفو او کسبونو ته مالداري ښه شُغل ښکاري. آن دا چې کلیوالي سیمو کې د غواګانو لرل د حساب وړ خبره ده.

په دودیز ډول مالداري دوه ډوله وه/ ده: د میشت خلکو مالدارۍ او د کوچیانو مالداري. کوچاني څاروي روزنه د بیوزلو ( کوچیانو) لپاره د ژوند یوه وسیله ده او جینیتکی بانک دی. هغه زیاته اندازه غوښه، پوستکي او وړۍ چې بازارونو ته رارسیږي له همدې سیستم څخه ده. په کوچیاني طریقه باندې څاروي روزنه ډېر کم تولید لري، په تیره بیا د ژمي او وچکالیو پر مهال ډېره زیانمنه کیږي. د میشتو خلکو مالداري د هغو بزګرانو څاروي روزنه ده چې دوی دیشین دي او معمولاً یو څو پسونه، وزې یا غواګانې  چې خپلو کروندو کې یې ساتي. دا ډول څاروي روزنه د بوسو او د خوراکې لپاره د وښو د پوره کولو په خاطر د اوبخور سیستم موجودیت پورې تړلې ده.

لږ تولید لرونکي څاروي، ناروغي، ضعیفه تغذیه، وچکالي او د ورستیدونکو توکیو لپاره په بازار موندنه د مالدارۍ د دبرخې ستونزې دي. په دغو ستونزو باندې بری او د کوچیاني او دیشین خلکو د مالدارۍ د ستونزو حل یو څه تدابیر غواړي. هغه بزګران چې اوبه لرونکی ځمکې لري، ښاري بازارونو ته لنډ وي او د لبنیاتو، هګیو او غوښې د تجارتي تولید لپاره ښه امکانات لري، دوی کولای شي د ښاري ګړندیو وده کوونکو بازارونو د تقاضا دپوره کولو لپاره په عرضه کې ښه سیالي وکړي. زیات شمیر هغه کروندګر چې په ښه وضیعت کې دي، د تولید په کوچنیو کچو تولید کوي(لکه کونړ کی د پوڅې او خېدک تولید)، خو سره له دې په لویه کچه هم تولیدات شته د بیلګې په توګه یو شمیر د چرګانو د روزنې فارمونه او د لبنیاتو (شیدو) تولید او نور.

د مالدارۍ محصولاتو د زیاتولو لپاره یو شمېر پروګرامونو لکه: مصنوعي القاح، د غوره نسلونو ترویج، د وترنرۍ خدمتونو بهبود، د سپینږیرو مالدارانوله غوره تجربو څخه استفاده کول، د حیوانی درملو او واکسین واردول، څارویو ته د ښه کیفیت لرونکی خوراکې برابرول، د څارویو د یو شمېر شرکتونو په مرسته د خوراکې تولید یاد تشبثونو په مرسته د سپلمنتونه(خښتې) چمتو کول، د مالدارۍ د مدیریت ښه کول تر څو ناروغۍ او تغذیه ښه کنترول شي، د عصري مسلخونو او سړو خونو جوړول. د لبنیاتو د پروسس د مرکزونو جوړول (په اوچته تودوخې سره د شیدو پروسس) او د سوداګریزو ټولنو او کوپراتیفونو په مرسته د ارزشي  زنجیرې همغږي رامنځته کول مناسب ګامونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...