Homeخبرونهد ډنمارک په کابینه کې یوه افغان الاصله ښځه وزیره وټاکل شوه

د ډنمارک په کابینه کې یوه افغان الاصله ښځه وزیره وټاکل شوه

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۲ مه) سمیرا نوا، چې د افغانستان د کډوالو د یوې کورنۍ لور ده او د ډنمارک د پارلمان غړې وه، د ډنمارک د اقلیم، انرژۍ او عامه خدمتونو د وزیرې په توګه وټاکل شوه.

نوا ته وروسته له هغه دا دنده وسپارل شوه چې د Mette Frederiksen مینې فریدریکسین په مشرۍ نوی ائتلافي حکومت د مارچ میاشتې له پارلماني انتخاباتو او د ايتلاقي کابینې د جوړولو لپاره تر دوو میاشتو مذاکراتو وروسته اعلان شو.

سمیرا نوا، چې د ډنمارک د «ټولنیز لیبرال» ګوند غړې ده، په داسې وخت کې کابینې ته لار موندلې چې ډنمارک هڅه کوي د نوې کېدونکې انرژۍ پراختیا چټکه او خپل اقلیمي اهداف پوره کړي.

۳۸ کلنه سمیرا نوا له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ډنمارک د پارلمان غړې ده او د اقلیم، اقتصاد او کار بازار په برخو کې د خپل ګوند له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړې د روانو ټاکنو پر مهال د خپل ګوند د ټولو نوماندانو په منځ کې تر ټولو ډېرې رایې هم ترلاسه کړې وې.

دا له کابینې سره تر یوځای کېدو مخکې د خپل ګوند د اقلیم او انرژۍ ویانده وه او د فوسیلي سون‌توکو پر ځای د شنو او نوې کېدونکو انرژیو د پراختیا او پانګونې کلکه ملاتړې بلل کېږي.

سمیرا نوا د ډنمارک په البورګ Aalborg ښار کې د افغان کډوالو په یوه کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغې له کوپنهېګن پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د اروپايي سیاست له هغو پېژندل شویو څېرو څخه ده چې افغانه ریښه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...