Homeخبرونهاروپايي ټولنې او ایسلنډ له افغانستان سره نوې بشري مرستې اعلان کړې

اروپايي ټولنې او ایسلنډ له افغانستان سره نوې بشري مرستې اعلان کړې

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۲ مه) اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلونو له زیانمن شویو خلکو سره د مرستې لپاره یې ۵۰ زره یورو ځانګړې کړې دي.

په جنوبي اسیا کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګې ویلي، دا مرسته به د طبیعي پېښو د بېړني غبرګون له بودجې څخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې سېلاب ځپلو کورنیو ته ورسېږي.

د دې ادارې په وینا، وروستیو سېلونو ګڼې ټولنې اغېزمنې کړي او په افغانستان کې یې له مخکې موجود بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د روان میلادي کال د اپرېل په ۲۴مه له سېل‌ځپلو افغانانو سره ۱۷۵ زره یورو مرسته کړې وه.

ایسلنډ د افغانستان بشري صندوق ته ۴۰۲ زره ډالر ورکړل

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې ایسلنډ د افغانستان بشري صندوق ته ۵۰ میلیونه ایسلنډي کرونه، چې شاوخوا ۴۰۲ زره امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا مالي مرسته به د هغو بشري بنسټونو له فعالیتونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې له بېلابېلو بحرانونو اغېزمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسوي.

اوچا د ایسلنډ له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي:

«ستاسې ملاتړ بشري شریکانو ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بحران ځپلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.»

د بودجې له سخت کمښت سره هممهاله مرستې

دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي چې مرستندوی بنسټونه په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بودجې د جدي کمښت په اړه خبرداری ورکوي.

اوچا مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو د پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو د مې میاشتې تر پایه یوازې شاوخوا ۱۶ سلنه اړینه بودجه برابره شوې ده.

بشري ادارې خبرداری ورکوي چې که د مرستو لپاره نورې مالي سرچینې برابرې نه شي، میلیونونه اړمن افغانان به له اړینو مرستو بې برخې پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کور ته د اختر سودا د شپې راوړی

دا بیت د ټولنې د اقتصادي نابرابرۍ، انساني درد او د اختر د خوښیو تر شا د پټو محرومیتونو ژور انځور وړاندې کوي:  کور ته...