Home+سترګو له تهذیبه د ژبې تر تزکیې | تاند انديش

سترګو له تهذیبه د ژبې تر تزکیې | تاند انديش

د الله تعالی د دغه قول یوه وجودي-تشخیصي لوستنه:

{قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ}

سریزه:

دا ایت د نور سورت په متن کې راغلی، هغه سورت چې د ارزښتونو د یو داسې ټولنیز نظام پر جوړولو تمرکز کوي چې د انسان کرامت خوندي او د هغه تعاملات مهذب کړي. د تاریخ په اوږدو کې د دغه ایت په اړه یوه تنګه فقهي پوهه غالبه وه چې هغه یې یوازې د دوو جنسونو ترمنځ اړیکې پورې منحصره کړې وه؛ په داسې حال کې چې دا ایت په خپل لغوي او وجودي جوړښت کې یو پراخ روزنیز قانون دی چې د شعور لومړنۍ دروازه یانې “سترګې” مهذبوي، او بیا د ژبې له لارې د شعور د مخرجاتو په ساتلو سره دغه جوړښت بشپړوي.

لومړی: د “غَضّ” په مانا کې… لطافت دی، نه منع کول

په عربي ژبه کې د “غَضَّ” فعل د بندولو یا په بشپړ ډول د ډډه کولو په مانا نه دی، بلکې د ټیټولو، تلطیف کولو او پاکولو په مانا دی. قرآن داسې نه دي ویلي چې: “يغضّوا أبصارهم” (خپلې سترګې دې پټې کړي)، بلکې ویلي یې دي: «مِنْ أَبْصَارِهِم»؛ یانې له خپل لید څخه دې هغه څه واخلي چې له پاک شعور سره ښایي، او هغه څه دې وغورځوي چې د بدو انفعالاتو یا اذیت لامل کېږي.

“غُصن غَضّ” هغه تازه او نرمې ښاخلې ته ویل کېږي؛ ګواکې له انسان څخه دا غوښتل شوي: د هغه څه په اړه چې ویني یې، غبرګون یې باید نرم او لطیف وي، نه داسې چې چا ته زیان ورسوي، نه بې باکه او نه هم سخت زړی.

دویم: بصر  تر نظر (کتلو) وروسته مرحله ده

قرآن د لاندې دوو کلمو ترمنځ په دقیق ډول توپیر کوي:

* نظر: د سترګو فزیکي فعل دی.

* بصر: د شعور او درک فعل دی.

“نظر” انځور اخلي، خو “بصر” هغه تفسیروي او غبرګون تولیدوي. له همدې ځایه الهي امر “بصر” ته متوجه شوی، نه “نظر” ته: «يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ»؛ یانې خپل داخلي غبرګون دې مهذب کړي او له لیدل شوي انځور سره دې خپل تعامل لطیف کړي. دا مفهوم دا ایت له یو فقهي حکم څخه په یو هراړخیز روزنیز قانون بدلوي.

دریم: د “غضّ” غځېدل هر هغه څه ته چې موږ یې وینو

په دغه پوهاوي سره، هر هغه څه چې سترګې پرې لګېږي د دغه ایت په ساحه کې راځي:

۱. که دې ښکلا ولیده، “غضّ” هغه په یو لطیف ستاینلیک بدلوي، نه په حسد یا اذیت کوونکې پرتله.

۲. که دې داسې څه ولیدل چې ښکلا یې کمه وي، “غضّ” د کرکې مخه نیسي او د داسې نښو مخنیوی کوي چې بل لوري ته د سپکاوي احساس ورکړي.

۳. که دې کوم عاجز یا فقیر ولید، “غضّ” ستا لید د هغه د کمزورۍ پټوونکی ګرځوي، نه دا چې هغه د توهین کوونکې لورېنې (شفقت) موضوع وګرځوې.

۴. که دې کومه تېروتنه یا عیب ولید، “غضّ” دې نه پرېږدي چې هغه په ملنډو یا رسوایۍ بدل کړې.

دا د انساني شرافت یو قانون دی چې له سترګو پیلېږي او په زړه پای ته رسېږي.

څلورم: «وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ»… د لغوي مانا بیا موندنه

په فقهي علم کې “فرج” یوازې شرمګاه پورې محدود شوی، خو په ژبه کې دا ډېره پراخه مانا لري؛ په “لسان العرب” کې راغلي:

* الفرج: هرې هغې لارې ته ویل کېږي چې یو څه ترې وځي یا ننوځي.

* پر خوله هم اطلاق کېږي، ځکه چې دا د خبرو وتلو لاره ده.

* د راز ساتلو ځای ته هم ویل کېږي. (دوی وايي: “رجل فَرُج”، یانې هغه سړی چې راز نشي ساتلی).

په دې توګه د “فرج” د ساتلو (حفظ الفرج) مانا لاندې موارد رانغاړي:

۱. د خولې ساتل: له بد ویلو، د رازونو له رابرسېره کولو، ملنډو، سپکاوي او رسوا کولو.

۲. د خبرو ساتل: دا چې خبره رښتینې، نرمه، پاکه او په خیر پسولل شوې وي.

نو ایت د “غض البصر” (د ادراک تهذیب) او “حفظ الفرج” (د بیان تهذیب) ترمنځ اړیکه جوړوي: هغه څه چې په دننه کې مهذب شوي، باید د وتلو پر مهال هم مهذب وي.

پنځم: د سترګو او ژبې ترمنځ وجودي اړیکه

هغه انځور چې سترګې یې ویني، په لاندې ډول بدلون مومي:

داخلي حکم ← احساس ← کلمه.

که ادراک مهذب نه وي: خبره به جارحانه او زړه ماتونکې راوځي.

خو که ادراک لطیف وي: خبره به رحیمانه، پټوونکې او د زړونو جوړوونکې راوځي.

په دې توګه د ایت مانا داسې یو ستر اخلاقي اصل ته بدلېږي:

هغه څه پاک کړه چې ستا د سترګو له لارې ستا زړه ته ننوځي، او بیا هغه څه وساته چې ستا د ژبې له لارې له زړه څخه راوځي.

شپږم: «ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ»… وروستۍ پایله

دلته “زکات” یوازې د بدن پاکوالی نه دی، بلکې د شعور پاکوالی دی. دا یوه بشپړه پروسه ده:

* د سترګو تهذیب.

* د زړه تهذیب.

* د ژبې تهذیب.

په دې توګه د قرآن پيرو انسان داسې وي چې: رسوايي نه کوي، ملنډې نه وهي، توهین نه کوي، سپکاوی نه کوي او کرکه نه خپروي… بلکې په رڼا سره ویني، په لطافت سره تعامل کوي او په خیر سره خبرې کوي.

پایله

په دغه پراخه وجودي پوهاوي سره، د نور سورت (۳۰) ایت د انسان د شعور د جوړولو لپاره یو اخلاقي دستور ګرځي. دا له ظاهري احکامو څخه د سلوک (چلند) جوهر ته لېږد دی، او د شکل له فقهې څخه د انسان فقهې ته نقل دی.

نو د سترګو ټیټول (غض البصر) د سترګو پټول نه دي، بلکې د رحمت په مانا د زړه پرانیستل دي. او د ژبې/فرج ساتل (حفظ الفرج) یوازې د غریزې کابو کول نه دي، بلکې له هر هغه څه څخه د ژبې ساتل دي چې انسانیت ته زیان رسوي. او «ذلك أزكى لهم» یوازې یو سلوکي صفت نه دی، بلکې د نفسي او وجودي ارتقا او لوړوالي یوه ژمنه ده.

ليکوال: ډاکټر وايل کريم

ژباړه: تاند انديش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...