Homeخبرونهد افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله تر ۱۰۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه...

د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله تر ۱۰۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه شوي

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او نښتو له امله د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې تر ۱۰۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه شوي، چې ښځې او نجونې یې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کړې دي.

د دواړو خواوو ترمنځ نښتې په مارچ میاشت کې وروسته له هغه پیل شوې چې پاکستان پر کابل او پکتیکا بنباري وکړه او طالبانو د پاکستان پر سرحدي پوستو ځوابي بریدونه وکړل.

د راپور له مخې، هوايي بریدونو، توپچي ډزو، د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو او ځمکنیو نښتو زرګونه کورنۍ اړې کړې چې خپل کورونه پرېږدي.

ښځې او نجونې له سختو ستونزو سره مخامخ دي

د ملګروملتو د ښځو د څانګې راپور ښيي چې په اغېزمنو سیمو کې له درېیو برخو څخه زیاتو ښځو د عاید سرچینې له لاسه ورکړي او کابو ۷۵ سلنه یې خوړو ته د لاسرسي له زیاتېدونکو ستونزو شکایت کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، روانې ناامنۍ او بې‌ځای کېدو د ښځو او نجونو پر رواني روغتیا هم سخت اغېز کړی او هغوی یې له اقتصادي، ټولنیزو او رواني فشارونو سره مخامخ کړي دي.

د مرستې خوندي مرکزونه جوړ شوي

یادې ادارې ویلي چې د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې او سیمه‌ییزو شریکانو په مرسته یې په بې‌ځایه شویو کمپونو کې د ښځو لپاره خوندي مرکزونه جوړ کړي دي.

په دغو مرکزونو کې ښځو ته مشورې، رواني ملاتړ او خوندي چاپېریال برابرېږي، څو مرستې ترلاسه او له نورو ښځو سره اړیکې ټینګې کړي.

د سرحدي کړکېچ بشري اغېزې

راپور زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي امنیت، وسله‌والو ډلو او پولې هاخوا بریدونو پر سر اختلافاتو په وروستیو کلونو کې څو ځله پوځي نښتې رامنځته کړې دي.

پاکستان پرله‌پسې ادعا کوي چې د پاکستاني طالانو تحریک (TTP) غړي له افغان خاورې فعالیت کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د مرستو کمښت او د راستنېدونکو فشار

د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت له امله د روغتیا، خوړو او ساتنې په برخو کې مرستې کمې شوې دي، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرستندوی بنسټونه همداراز وایي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د پراخې راستنېدو له امله پر سرپناه، روغتیايي خدمتونو او نورو اساسي اړتیاوو فشار لا زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...