جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپه لار اچول/ غزانور غزا

په لار اچول/ غزانور غزا

په پښتو کې د (په لار اچول) عبارت تر ډېره د دري د ( راه اندازي) ژباړه ده، چې هره ورځ ور سره مخ کیږو، خو داسې په نوم رسنوال هم شته، که د ژباړې په ځای پخپله په پښتو کې هم یو متن لیکي، د نورو کلیمو یا عبارتونو په ځای به ( په لار اچول) راوړي.

دا عبارت بې ضرورته کارول کیږي، موږ یې په ځای مختلفې کلیمې او عبارتونه لرو، په  ځینو ځایونو کې (په لار اچول) یا د هغه بدیل ته هم ضرورت نه وي.

بل دا چې په پښتو کې (په لار اچول) مطلب د یو شي ایسته غورځول دي او په کارولو سره یې جمله اوږده، بې خونده او پردۍ کیږي.

لاندې ټولې بېلګې له مختلفو وېبپاڼو را ټولې شوې دي، چې نورې ګرامري او ژنبۍ نیمګړتیاوې هم لري، خو زه یواځې د (په لار اچول) په ځای مناسبې کلیمې لیکم او نور متن په خپل حال پرېږدم.

داسې جملې هم شته چې نه د (په لار اچول) ته ضرورت لري او نه د هغه په ځای بلې کلیمې یا عبارت ته.

په زابل ولایت کی پر لاره اچول شوی د زغاستی مسابقه دیر په زره پوری تیر سو.

په زابل ولایت کی د زغاستی مسابقه دیر په زره پوری تیر سو.

د افغانستان په شمال کې يو ځوان خبريال د مرګ په سزا محکوم شوی، چې څارونکي يي د
رسنيو په وړاندې يو په لاره اچول شوی کمپاين بولي.

د افغانستان په شمال کې يو ځوان خبريال د مرګ په سزا محکوم شوی، چې څارونکي يي د
رسنيو په وړاندې يو کمپاين بولي.

د یاد شوی پروګرام ګډونوال د دغه شان پروګرامونو په  لاره اچول د دوی د کار په اړوندو ساحو کی ګټور بللی

د یاد شوی پروګرام ګډونوال دغه شان پروګرامونه د دوی د کار په اړوندو ساحو کی ګټور بللی

په هلمند، کندهار، ارزگان او فراه ولايتونو کې په لار اچول شوى دغه کمپاين به درې ورځې دوام وکړي.

په هلمند، کندهار، ارزگان او فراه ولايتونو کې دغه کمپاين به درې ورځې دوام وکړي

روانې ده یار روان دی، روان دي.

د خوست او لوګر ترمنځ سیالي چې د کابل په نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې،

د خوست او لوګر ترمنځ سیالي چې د کابل په نړیوال لوبغالي کې روانه ده،

وشي

وزیر ډیویډ کمیرون وویل چې ددې هدف ترلاسه کولو لپاره به ټول اقدامات په لاره اچول
کیږي.

 وزیر ډیویډ کمیرون وویل چې د دې هدف ترلاسه کولو لپاره به ټول اقدامات وشي

جوړه شوې

دغه غونډه په افغانستان كې د يوې غير دولتي ټولنې ميديوتيك له خوا په لاره اچول شوې

دغه غونډه په افغانستان کې د یوې غیر دولتي ټولنې میدیوتیک له خوا جوړه شوې.

وشوې یا تر سره شوې

یادې سیالۍ د پکتیا ورزشی امریت له خوا د پکتیا ورزشي لوبغالي کې په لاره اچول شوې وې.

یادې سیالۍ د پکتیا ورزشی امریت له خوا د پکتیا ورزشي لوبغالي کې وشوې.

پرانیستل شوی

دا نندارتون د دی ولسوالی په مرکز کی په لاره اچول شوی وه،

دا نندارتون د دی ولسوالی په مرکز کی پرانیستل شوی و،

یاد کنفرانس او نندارتون د روان ۱۳۹۲ کال د تلې میاشتې له ۲-۴ نیټې پورې په کابل
کی په لاره اچول شوی و.

یاد کنفرانس او نندارتون د روان ۱۳۹۲ کال د تلې میاشتې له ۲-۴ نیټې پورې په کابل
کی پرانیستل شوی و.

دا

په لاره اچول شوی کورس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یېزې پرمختیا د ملي پروګرام د پروژو څخه دی …

دا کورس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یېزې پرمختیا د ملي پروګرام د پروژو څخه دی …

ﭘﻪ ﻻرﻩ اﭼﻮل ﺷﻮﯼ اﺑﺘﮑﺎر د ﻣﻮﻧﺪﻧﻮ ﻟﻨډﻳﺰ وړاﻧﺪﯼ ﮐﻮﯼ

دا اﺑﺘﮑﺎر د ﻣﻮﻧﺪﻧﻮ ﻟﻨډﻳﺰ وړاﻧﺪﯼ ﮐﻮﯼ

کیږي یا تر سره کیږي

د یو ښه ژوند لپاره، د روغتیا ساتنی په اړه زده کړي په لاره اچول شوی دي

د یو ښه ژوند لپاره، د روغتیا ساتنی په اړه زده کړي کیږي(ترسره کیږي.)

پیل کیږي

امریکا ته د مهاجرت د ویزو د لاترۍ پروګرام د سره په لار اچول کیږي.

امریکا ته د مهاجرت د ویزو د لاترۍ پروګرام د سره پیل کیږي.

روان دي

دا عملیات په دوشي ولسوالې کې په لار اچول شوې

دا عملیات په دوشي ولسوالې کې روان دي

د تیر ۲۰۰۶ کال راهیسی د روغتیا پاله ژوند د زده کړو روزنیز کورسونه چی د سیډا لخوا تمویل کیږې په لاره اچول شوي.

د تیر ۲۰۰۶ کال راهیسی د روغتیا پاله ژوند د زده کړو روزنیز کورسونه روان دي چی د سیډا لخوا تمویل کیږي.

وي

مباحثه د یو چا د متقاعدولو او همدارنګه د یوې … عمل د توجیه کولو لپاره د دلایلو د وړاندې کولو په موخه په لار اچول کیږي

مباحثه د یو چا د متقاعدولو او همدارنګه د یوې … عمل د توجیه کولو لپاره د دلایلو د وړاندې کولو په موخه وي

کیږي

خو د هېواد په ځينو برخو كې د ملي سوداګرو له خوا ډله ييز ودونه په لار اچول كېږي

خو د هېواد په ځينو برخو كې د ملي سوداګرو له خوا ډله ييز ودونه کیږي.

بلکه دهغوی دخوراک چخاک دپاره هم داولسونو لخوا تیاریانی په لار اچول شوی وی.

بلکه دهغوی دخوراک چخاک دپاره هم داولسونو لخوا تیاریانی کیږي.

نشته

د روزني دپاره پروګرامونه په لاره نه دي اچول شوي

د روزني دپاره پروګرامونه نشته.

 د (په لار اچول) ترڅنګ د (شتون لري، شتون نه لري) هم تېروتنه ده، په ځای یې شته یا نشته راوړلی شو.

د (شتون لري) په نوم لیکنه هم په دې وېبپاڼه کې لوستلی شئ.

پای

1 COMMENT

  1. وحید
    غزانوز غزا ورور، سلام.
    په لار اچول د ایسته غورځولو په معنا نه ده، اما زیاتره وروڼه یی په ناسم ډول استعمالوی، تاسو یی ښه مثالونه ورکړی دی، خو د یوه اصلاحی پیشنهاد په ترڅ کې مو له شلو ډیری غلطۍ کړي دی، یو ځل خپلو تیروتنو ته خیر شئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب