Homeخبرونهروبیو: اوس هڅ افغان کډوال امریکا ته د تلو اجازه نه لري

روبیو: اوس هڅ افغان کډوال امریکا ته د تلو اجازه نه لري

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۲مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارک روبیو، ویلي چې د اوسنیو مقرراتو له مخې هیڅ افغان کډوال امریکا ته د داخلېدو اجازه نه لري.

هغه د سې شنبې په ورځ د سناجرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وویل چې په قطر کې د «السیلیه کمپ» شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال، چې پکې ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړي هم شامل دي، امریکا ته نه شي انتقالېدای او د دوی د مېشتېدو لپاره له نورو هېوادونو سره خبرې روانې دي.

روبیو زیاته کړه چې لږ تر لږه پنځه هېوادونه چمتو دي چې د دغو افغان کډوالو یوه برخه ومني، خو نومونه یې څرګند نه کړل.

نوموړي وویل چې د دغو کسانو لپاره د مناسبو ځایونو د موندلو په برخه کې به له کانګرس سره همکاري وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې تېر کال په واشنګټن کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له لوري د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړیو د ډزو له پېښې وروسته د امریکا حکومت پر افغانانو د سفر او کډوالۍ محدودیتونه سخت کړل.

وروسته د ډونالډ ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ننوتلو بندیز ولګاوه.

په همدې حال کې، سناتور  کریس کونزChris Coons  پر دغو محدودیتونو نیوکه وکړه، ویې ویل چې افغانان او نور پناه غوښتونکي د سختو امنیتي ارزونو له تېرېدو وروسته په امریکا کې منل کېږي او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.

همداراز، د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ټرمپ اداره د دې امکان هم ارزوي چې په قطر کې مېشت یو شمېر افغان کډوال افریقايي هیواد د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي؛ هغه طرحه چې د سلګونو پخوانیو امریکايي ملکي او پوځي چارواکو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

کانګو هم د افغانستان په شان ډېرې طبیعي زېرمې لري او بېوزله دی. کورنیو جګړو سخت ځپلی دی. د کانګو رسمي ژبه فرانسوي ده او پلازمېنه یې کینشاسا (Kinshasa) نومېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...