Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د نومولو پر څرنګوالي وېشلې...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د نومولو پر څرنګوالي وېشلې ده

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۲ مه) د امنیت شورا د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي لا هم پر دې نه دي سلا شوي چې پر افغانستان واکمنه اداره یا طالبان په رسمي اسنادو کې څنګه یاد شي.

 دا اختلاف په داسې حال کې دی چې شورا د روانې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه پرېکړه کوي.

اختلاف د «واکمنو چارواکو» (De Facto Authorities) پر اصطلاح راڅرخي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راپورونو کې کارول کېږي. امریکا او ځینې نور هېوادونه باور لري چې دا اصطلاح ښايي طالبانو ته مشروعیت ورکړي، خو چین او روسیه وایي دا یوازې د افغانستان د اوسني وضعیت واقعي انځور وړاندې کوي.

تمه ده امنیت شورا د جون تر ۱۷مې نېټې مخکې د یوناما ماموریت تمدید کړي.

شورا د روان کال په مارچ کې دا ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره وغځاوه، چې د تېرو کابو شلو کلونو له دود سره توپیر لري.

راپور وایي اختلافات یوازې د اصطلاحاتو تر کچې نه دي محدود. امریکا ټینګار کوي چې د یوناما فعالیتونه باید له سولې، امنیت او د ترهګرۍ ضد هڅو سره مستقیم تړاو ولري او د ماموریت ځینې برخې باید له سره و ارزول شي.

په مقابل کې، چین او روسیه له طالبانو سره د لا زیات تعامل ملاتړ کوي او باور لري چې اقتصادي او پراختیايي مرستې باید د ښځو له حقونو او سیاسي شرطونو یره ونه تړل شي. دواړه هېوادونه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو او پر طالب چارواکو د ځینو محدودیتونو د نرمولو غوښتنه هم کوي.

راپور همداراز د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې روان کال به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، په داسې حال کې چې میلیونونه نور د خوړو له سخت کمښت او خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

اوس مهال چین د امنیت شورا له لوري د افغانستان د دوسیې «قلم‌لرونکی» هېواد دی او د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه د خبرو اترو مشري کوي.

د قلم لرونکي یا پین هولډر مطلب دا دی چې د افغانستان په اړه د هر پرېکړه لیک مسوده باید جوړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...