د افغانانو اکثره تعلیمیافته قشر، په خپل تصور کې د خپلو روانونو د تسکین لپاره، د ځمکني واقعیتونو خلاف، مدینه فاضله په خپلو مغزو کې جوړه کړې ده. د دوی وخت، انرژي او مالي منابع په خپل منځ کې د یو بل په غندلو او نفې کولو مصرف کیږي. د همدغه خیالي تصور له امله، تعلیمیافته قشر، په خپل منځ کې او هم د افغانانو په منځ کې د جمعي فعالیتونو زمینه او امکانات کم کړي او یا له منځه وړي دي.
تر څو چې تعلیمیافته نسل د جمعي (Collective Action) مهارتونو ظرفیت په خپل منځ کې پیدا نه کړي، د دوی فعالیتونه به ملموسه نتیجه ونه لري.
د افغانستان سیاست او قدرت به د هغه ډلې او ګروپ په انحصار کې وي چې د جمعي فکر او فعالیتونو مهارت لري. د همدې جمعي مهارتونو په وسیله طالبان قدرت ته ورسیدل یا ورسول شول، او په مقابل کې تعلیمیافته قشر له ټولو امکاناتو، ولسي او نړیوال حمایت سره سره وپاشل شول ځکه چې دوی د جمعي فکر مدیریت او په خپلو منځو کې د تعهد جمعي مهارتونه نه درلودل.
د جمهوریت د سقوط نه وروسته اکثره تعلیمیافته قشر نورهم سره په فکري لحاظ پاشل شوي او د جمعي کار او فکر مهارت یې نور هم د لاسه ورکړېدی. زیات یې د بیکارې له امله په رواني مرضونو اخته او نه پوهیږي چې ځانونه څنګه او په څه مصروف وساتي.
همدغه سر درګومي، د دوی نه ګوسفندي ژورنالستان، ګوسفندي مدني فعالان، ګوسفندي سیاسیون او ګوسفندي لیکوالان جوړ کړیدي. د ګوسفندي تیورې په هکله مې پخوا یوه لیکنه کړې وه. هغه کسان چې خپل فکر، تولید او تګلاره ونه لري، یا د نورو تقلید کوي او همیشه د نورو په فعالیتونو نیوکې او هغه نفې کوي، خو د ټولنې د اصلاح لپاره څه نه لري، هغوي د ګوسفندي ډلو په قطار کې محسوبیږي.
تاسي که د ګوسفندي ژورنالیزم، لیکوالانو، سیاسیونو او مدني فعالانو او په خاصه توګه د ټولینزو رسنیو اکثره کارونکو ته نظر واچوي، دوی د یو بل سره جوړ نه راځي او خپله انرژي د یو بل په ضد او په ماضي خبرو مصرفوي. دوی د اوس او راتلونکې لپاره هیڅ د حل لار نه لري ځکه چې دوی د جمعي فعالیتونو مهارتونه او ظرفیتونه په خپلو منځو کې نه لري. هره ورځ په ورځیني سوژو چې زیادتره د استخباراتي کړیو لخوا مطرح کیږي، دوی عکس العملي غبرګونونه ښایي او اوږدمهاله تګلاره نه لري. دوی غواړي چې ټولنه هم د خپلو ځانونو غوندي په تاویلو ماویلو مصروفه او په رواني مرضونو اخته کړي.
که د افغانانو تعلیمیافته قشر واقعا غواړي چې مثبت رول ولوبوي، باید د جمعي فعالبتونو مهارتونه په خپلو منځو کې پیدا کړي. که نه، همداسې به سر ګردانه وي او د دوی د سرنوشت په هکله به هغه کسان پریکړې کوي څوک چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه لري ولو کې د دوی نه یې د تعلیم کچه ټیټه او یا د ښه بیګروند څښتنان نه وي.
که د جمهوریت شل کلن دور ته نظر واچول شي، قدرت د هغه کسانو سره و چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه یې درلود که نه د اکثره کسانو بیکرونډ ښه نه و او د تعلیم کچه یې هم ټیټه وه. هغو ډلو چې د جمعي فعالیتونو لپاره مدني ګروپونه او سياسي تنظیمونه درلودل، په ټولو سیاسي او تصمیم نیونکو پریکړو کې مطرح و او تعلیمیافته قشر نظر مهم نه و.
اوس هم د هیواد نه بهر، د هغه کسانو اوازونه اوچت دی چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه په خپلو منځو کې لري. که نه، نه د دوی سابقه سمه ده او نه کومه ښه کاري تجربه، پوهه او د راتلونکې لپاره تګلاره لري.
له بده مرغه، د افغانستان تعلیمیافته قشر د فیل په غوږ کې ویده دی. یوازې تعلیم، د انسان نه روښانفکره نه جوړوي بلکې تعلیم د روښانفکرې لپاره زمینه مساعدوي. که تعلیم د انسان فکر روښانه نه کړي او د جمعي فعالیتونو د مهارتونو کمال په ځانونو کې پیدا نکړي، بیا علم او پوهه د شیطان د پوهې غوندې وي چې نور ګمراه کوي، ولس د یو بل په مقابل کې په ټکر کې راولي او په فکري لحاظ یې وژني.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول