Homeخبرونهد افغانستان پخوانی لوی درستیز چې د طالبانو د واک د مخنیوي...

د افغانستان پخوانی لوی درستیز چې د طالبانو د واک د مخنیوي وروستۍ هڅه یې کړې وه، اوس په واشنګټن کې اوبر چلوي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د افغانستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال هبت‌الله علیزي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو د چټک پرمختګ او د واک د نیولو د مخنیوي لپاره د وروستۍ هڅې مشري کوله، اوس د امریکا په واشنګټن ډي‌سي کې اوبر موټر چلوي.

علیزي له «سي‌بي‌اېس» سره په مرکه کې د افغانستان د سقوط په وروستیو ورځو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له لوري د ایستلو او په امریکا کې د نوي ژوند په اړه خبرې کړې دي.

نوموړی وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، هغه مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې وو، هڅه یې کوله چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت لپاره ځواکونه منظم کړي. خو امریکايي ځواکونو ورته خبر ورکړ چې پوځي اډه تړل کېږي او ټول کسان باید په څو دقیقو کې له سیمې ووځي.

علیزي ویلي، په ملکي جامو کې د امریکا د هوايي ځواک یوې «C-17» الوتکې ته پورته شو، خو په لومړي سر کې نه پوهېده چې الوتکه به چېرته ځي. الوتکه وروسته کویت ته ورسېده.

نوموړي وروسته په امریکا کې پناه ترلاسه کړه، خو وايي چې د کار موندل ورته د امنیتي پلټنو او نورو اداري پړاوونو له امله ستونزمن و. هغه اوس په واشنګټن کې د اوبر موټر (ټکسي) چلوي.

علیزي له خپلې مېرمنې او درې زامنو هم جلا ژوند کوي. د هغه کورنۍ په هند کې پناه اخیستې ده. نوموړی وايي، تر اوسه له امریکا څخه بهر د سفر اجازه نه لري او نه پوهېږي چې بیا به کله له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

«موږ شل کاله ګډه وینه توی کړې»

علیزي د افغانستان او امریکا د شل کلنې پوځي همکارۍ په اړه وویل چې افغان او امریکايي سرتېرو په دې موده کې «ګډه وینه توی کړې ده».

هغه وايي، سره له دې چې طالبان واک ته ورسېدل او د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ شو، لا هم هیله لري.

نوموړي د کابل د هوايي ډګر د ګډوډې تخلیې په وروستیو ورځو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کاوه.

د داعش د برید خبرداری

علیزی وايي، افغان استخباراتي ادارو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۲مه یا ۲۳مه د داعش خراسان ډلې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی و.

د هغه په وینا، دغه خبرداری د اګست پر ۲۶مه په کابل هوايي ډګر کې تر هغه ځانمرګي برید مخکې ورکړل شوی و چې د راپور له مخې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول.

علیزي د افغانستان او امریکا شل کلنه پوځي ملګرتیا ارزښتناکه بللې او ویلي یې دي چې د دې همکارۍ له مهمو موخو څخه یوه په امریکا کې د ترهګریزو بریدونو مخنیوی و.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه بشپړ شول او له دې سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده او افغانستان د طالبانو تر واک لاندې شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...