د استاد محمد صدیق پسرلی
د سفر په هکله
« پسرلی » ولاړلو، أسمان واخیست
د ګل نه دغه غچ خزان واخیست
غزل یتیم شو بې پلاري پرې راغله
چې خوږ بابک ځینې سبحان واخیست
( ف. ن. )
د خاورو په بستر کې . . .
ولاړ،
هغه چې،
د بدن نبض یې،
د خلکو،
له نبضونو،
هر نفس یې د ولس له ساه سره،
نڅا کول،
او د وینو هر څاڅکی یې،
له غزل سره آشنا و،
اوس د مینې شاعر « پسر لی »،
د خاورو په بستر کې . . . .
د خاورو په بستر کې . . . .
فدا « نظري»
کابل دهبوري ۲۳. ۱۰. ۱۹۹۲