جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهحکومت او طالبانو موافقه کړې چې د سولې د خبرو لومړۍ غونډه...

حکومت او طالبانو موافقه کړې چې د سولې د خبرو لومړۍ غونډه په دوحه کې کوي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۶) د افغانستان حکومت او طالبانو موافقه وکړه چې د سولې د خبرو لومړۍ غونډه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې کوي.

دا خبرې به، چې بین الافغاني مذاکرات نومول شوي، له کلونو جګړو وروسته د افغانانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو په خاطر لومړنۍ مهمې خبرې وي.

تراوسه د خبرو دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې خو ګومان کېږي چې د بندیانو د خلاصون پر سر د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف له پای ته رسېدو وروسته به د خبرو نېټه څرګنده شي.

د افغانستان ولسمشر ویلي چې پاتې ۲ زره طالب بندیان به په لنډ وخت کې په تدریج خوشي شي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې طالبان په پای کې دا مني چې ټول ۵ زره بندیان یې خوشي شوي دي؟

دې ډلې په تېرو څو اوونیو کې هغه ارقام څو ځلې رد کړي چې دولت یې د خوشي کولو یادونه کړې ده.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین رویټرز خبري اژانس ته ویلي «لومړنۍ بین الافغاني غونډه به په دوحه کې وشي.»

ده دا هم ویلي چې دا خبرې به یوه اوونۍ وروسته له دې پیل شي چې د افغانستان حکومت د طالبانو د ۵ زره بندیانو خلاصون بشپړ کړي.

رویټرز ته د افغانستان د حکومت یوه چارواکي ویلي، حکومت غواړي چې ژر تر ژره د سولې خبرې پیل شي خو د طالبانو د څو سوه مهمو بندیانو په خلاصون کې ستونزه شته.

ده وویل چې حکومت د دغو کسانو پر ځای د نورو طالب بندیانو د خلاصون وړاندیز کړی دی.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، پر دې موافقه شوې چې دوحه دې د لومړنیو خبرو ځای وي خو په دې سلا نه ده شوې چې ټولې خبرې به په دوحه کې کېږي.

امریکا او طالبانو په دوحه کې ۱۸ میاشتې خبرې وکړې او بالاخره یې همالته موافقه لاسلیک کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب