جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنن ماښام روسیه، افغانستان، امریکا د سولې ګډه ناسته لري

نن ماښام روسیه، افغانستان، امریکا د سولې ګډه ناسته لري

تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶ مه: د بهرنیو چارو وزارت وایي، له روسيې او امریکا سره د سولې په اړه ګډه درې اړخیزه ناسته جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وایي، په دې درې اخیزه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له قوله، ناسته نن ماښام جوړېږي او د بین الافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند، بندیانو خلاصون او د جګړې د شدت کموالي په اړه پکې بحث کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې درې اړخیزه ناسته کې به د تاوتریخوالي پر کموالي، د بندیانو پر ازادېدو، بین الافغاني خبرو، دایمي او هر اخیز اوربند او د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځ ته کېدو خبرې وشي.

تر بهرنیو چارو وزارت وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ددې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی وو او یاده کړې یې وه، چې دا ناسته د روانې میلادي میاشتې جون پر پنځلسمه پلان شوې،  چې په انلاین بڼه جوړېږي او د افغان سولې او په بین الافغاني مذاکراتو کې د اسانتیاو رامنځته کولو په اړه به پکې بحث کېږي.

دغه ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالب او دولتي زندانیانو د خلاصون د لړۍ له دوام سره هم مهاله د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې دي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې سره سم د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه شوې او تمه ده روانه اوونۍ دوه زره نور زندانیان هم خلاص شي.

خو طالبان وایي، که له توافقنامې سره سم يې پنځه زره زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي خبرو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه وغږېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب