جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پکتیکا د جلغوزیو او چارمغزو حاصلات به سږ کال تر پخوا...

د پکتیکا د جلغوزیو او چارمغزو حاصلات به سږ کال تر پخوا څو چنده ډېر شي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶ مه: د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، سږکال به د دې ولایت د جلغوزیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د کرنې وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې؛ د پکتیکا د کرنې ریاست په دې ولایت کې د جلغوزیو د حصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کړي.

یاد وزارت ویلي چې دا مهال د پکتیکا په پنځو ولسوالیو ګیان، زېړوک، سروبي، سروضه او اورګون کې د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو د بیارغولو په پار یې کورنۍ قوریې جوړې کړي دي او یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه هم روان دي.

د ځایي مسوولانو په وینا له تېرو شپږو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی، چې په دې ولسوالۍ کې د جلغوزیو ونو په پراخه کچه غوټې نیولي او هیله شته چې د جلغوزیو سږني حاصلات به یې د نورو کلونو په پرتله د پام وړ ډېر وي.

پکتیکا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو ګڼ ځنګلونه لري چې د دغو ځنګلونو یوه برخه یې له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

دوه کاله وړاندې دغه ولایت کې ۱۲زره ټنه جلغوزي تولیدل شوي وو.

د افغانستان جلغوزي یو شمیر ولایتونو کې په پراخه کچه حاصل ورکوي، خو د پکتیکا، پکتیا او خوست کې تر ټولو په لویه کچه جلغوزه کیږي او اوس وخت کې ورته د نړیوال مارکیټ زمینه هم برابره شوې ده.

په ۱۳۹۷هـ کال کې افغانستان له اروپا، هند، چین او یو شمیر نورو هیوادونو سره هوايي دهلیزونه پرانیستل شول چې دا د نړۍ مارکیټ ته د افغان جلغوزیو د لیږد لپاره ګټور یاد شوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د لړم ۱۵ مه د جلغوزیو ملي ورځ نومولې ده او د راپورونو له مخې د افغانستان د جلغوزیو حاصلاتهر کال تر ۳۵ زره میټریک ټنه پورې رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب