جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغزني کې د باختري ژبې ډبرلیکنې کشف شوې دي

غزني کې د باختري ژبې ډبرلیکنې کشف شوې دي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶ مه: د غزني سیمه ییزو چارواکو په جاغوري ولسوالۍ کې د باختري ژبې د ډبرلیکنو د کشف خبر ورکړی دی.

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي تاند ته وایي د باختري ژبې یو ډبرلیک چې سلګونه کاله تاریخ لري د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

یوسفي پر ځایي چارواکو غږ وکړ چې دغه قیمتي اثر خوندي کړي: ((د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره مو د دې آثارو د ثبت او ساتنې په اړه خبرې شوي اوس یو پلاوی د جاغوري څخه لیدنه کوي ترڅو د دغه ډبر لیک تاریخي ارزښت وڅېړي))

هغه د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې د لرغونو آثارو د ساتنې د هڅو په اړه هم وویل چې له بده مرغه په ​​تیرو څو کلونو کې د غزني لرغونو آثارو ساتنې ته ډیره پاملرنه نه ده شوې ، له همدې امله ځینې یادګارونه د ورکیدو په حال کې دي.

بلخوا یو هزاره فرهنګي حفیظ شریعتي ادعا کوي چې هزارګي لهجه د باختري ژبې نوی شکل دی.
نوموړی پر خپل فیسبوک لیکي، ارزګان، ناور، جغتو او یکاولنګ کې ټول موندل شوي ډبر لیکونه باختري دي او دا ثابتوي چې هزاره ګانو پخوا باختري ژبه ویله.

په ورته وخت کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ادریس وفا وایي، د دې لیکونو د څېړلو لپاره یو پلاوی جاغوري ولسوالۍ ته استول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې غزني ولایت د خپل لرغوني تاریخ سره ارزښتناک یادګارونه او لرغوني آثار لري خو ډیری دغه یادگارونه تراوسه نه دي موندل شوي یا د غفلت له امله په ویجاړ حالت کې دي.

3 COMMENTS

  1. دغه ډبرلیک تر څیړنې لاندې دی، خو دا تراوسه نه ده ثابته چې دا رښتیاهم باختری ژبه ده که نه ؟ زه هیله من چې له دغې موضوع څخه یوشمیرهزاره یاران سیاسي موضوع جوړه نه کړي، دتاریخی او لرغون پوهنېیزو څیړنو له مخې غزنی دباختري ژبې په اولکه نه راځي، دغه سیمه په شیوایی تمدنی څیړنو کې ثبته سیمه ده. دغه ډبرلیک ترډیره حده په شکلي لحاظ دله هندي پراکتونوسره یوشان ښکاري. او ترټولو مهمه خبره چې داخبره له هزارګی لهجې سره کوم تړاو نه لري په خپله ددغې سیمې نوم جاغوری ( جاګووري ) سانسکریت نوم دی چې دلوړ ځای اولوړي سیمې سره تړاو لري، چې دهزاره ګانواونورو اونورو اوسیدنکو له شته والی څخه یې لرغونتیا لرغونې ده. لږ به صبروکړو، په لویدیز کې هم چې کومو پوهاند دباختري نظر ورکړی، هغوی هم شکمن شوي …
    درناوی
    رشید نهرو پوهنتون هند

  2. باختري ژبه د میلادي لومړي پیړۍ نه تر نهمې پېړۍ پورې د افغانستان په شمال یا بلخ کې مروجه وه . په 1957 میلادي کال کې فرانسوي لرغون پوه په لومړي ځل سره د بغلان د سرخ کوتل کتیبه وموندله چې د کنیشکا د کوشانیاني مقتدر پاچا په دوره کې چې له ( 120-125 ) میلادي کلونو کې واکمن وو ، لیکل شوېده . باختري ژبه له تخاري ، سغدي او خوارزمي ژبو سره نژدېوالی لري .
    باخترې ژبې کې له یوناني ژبې الفبا نه استفاده کېدله چې یوناني الفبا 24 حروفه لري او باختریانو د ر له حرف سره د ش حرف هم وراضافه کړی ده . یوناني الفبا یوه پخوانۍ مکمله الفباده چې تر اوسه پورې په یونان کې مروجه ده . باختري ژبه له فارسي ژبې سره ډېر نژدېوالی لري .

    باید وویل شي چې زمونږ هزاره ورونه د مغولو اولاده ده چې د تموچین – چنګیزخان د تهاجم نه وروسته د افغانستان سیمو ته راغلي دي . چنګیز خان د 1116 زېږدیز کال د اپریل په 16 پیدا شوي او د 1227 کال د اګست د میاشتې په 18 په چین کې مړ او په منګولیا کې ښخ شویدی . چنګیزخان د خپلو فتوحاتوپه لړ کې چین ، روسیه ، افغانستان ، پارس ، منځنی ختیز اود شرقي اروپا سیمې اشغال کړې او د دې سیمې تر نیمایی زیات وګړي یې ووژل .
    بنا ویلی شو چې د چنګیز د فتوحاتو په وخت کې باخترې ژبه کاملا له منځه تللې وه .

  3. یو سڑئ کلا کور جوڑ کى،
    بئا ے خرس کى،
    کرایہ دار پکى واچوى،
    بیا یوا ورز سوک دہ دا کور شائیست وستائ،
    او سم دستى د کور پہ جوڑشست نا خبرہ نوئ اوسیدونکئ وا وائ ،
    سى زما پلار یا نیکہ داسى وکڑل،
    یا داسى وئ،او داسى وئ،
    دا د ھزاراگانو وئیل ہم داسى لہ حقیقتہ بیخى
    لیرى دى،
    دا د تموجن منگول پاتشونى ،
    لہ منگول پہ مغول ،
    لہ زر زخہ پہ ہزارہ،ہزاراگان،ہزارگى،ہزاراجات،
    یادیژى،
    زر پخپلہ شتو تورئ دئ،
    آزارگانو تہ پکار دئ،
    سى پشتو پشتنو تہ زان نزدے کى،
    کنى د ہند بہاریان بہ زینى جوڑ وى،
    نہ ایران ،نہ اوغانستان،نہ منگولیا،
    لکہ د ہندوانو ماشومان،
    نہ پہ جنت نہ پہ دوزخ کى بہ وى۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب