جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان له دریو میاشتو راهیسې د افغانستان د مېوې صادرات نه ورپریږدي

پاکستان له دریو میاشتو راهیسې د افغانستان د مېوې صادرات نه ورپریږدي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶ مه: افغان سوداګر چې پخوا یې تر ډېره د هیواد تازه مېوه پاکستان ته لېږدوله اوس وایي دغه هیواد یې پر مخ ټولې دروازې تړلې دي او که دا دروازې خلاصې نه شي، د افغانستان ۶۰ سلنه کرنه زیانمېږي.

پاکستان تېر مارچ کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره دروازې وتړلې خو اوس یې د خپلو مالونو د انتقال لپاره لارې خلاصې کړي خو له دریو میاشتو راهیسې د افغانستان اموال خپل هیواد ته نه پریږدي.

د افغانستان د سوداګرو ټولنه وايي، پاکستان ته د صادراتو درې میاشتې په ټپه درېدو سوداګرو او بزګرانو ته څه باندې سل میلیونه ډالره زیان اړولی.

دا ټولنه زیاتوي مخکې د تورخم او سپین بولدک له دروازو هره ورځ پاکستان ته د تازه میوې او سبو (سبزي) ۵۰۰ ګاډي تلل، خو په تېرو درې میاشتو کې له دې دروازو هېڅ موټر نه دی وتلی.

د سوداګرو د ټولنې د مشر امید حیدري په وینا، اوس دوی اړ دي چې په کورني بازار کې په کمه بیه تازه میوې او سابه وپلوري: “روزانه څلور، پنځه سوه ګاډي پاکستان ته تلل، درې سوه د مېوې او دوه سوه یا یو سل اتیا د سبزي، اوس هیڅ صادرات نه لرو، پاکستان یو موټر هم نه پرېږدي چې ور شي”.

نوموړی وايي، اوس چې د مېوې موسم دی، باید د ورځې درې سوه ګاډي پاکستان ور پرېږدي: “که پاکستان له درې سوه کم ګاډي ور پرېږدي، موږ ډېر زیانمېږو”.

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستان سره نسبي هوکړه شوې او تمه لري چې دا لارې د افغانستان مېوې او سبو ته بېرته پرانیستل شي.

د سوداګرۍ خونې د عامه اړیکو مسوول امین بابک وایي: “حکومت او موږ له پاکستان سره پر خبرو یو او تمه لرو چې نږدې راتلونکي کې دا ستونزه حل شي”.

پاکستان تېر مارچ کې سپین بولدک او تورخم دروازې وتړلې، خو میاشت وروسته یې له خپلې خوا موټرو ته پرانیستې.

د افغان سوداګرو په خبره، اوس له پاکستان څخه د ورځې نږدې پنځوس ګاډي افغانستان ته راځي، خو له دې خوا هیڅ نه ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب