تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶ مه: سلګونه افغانانو په واشنګټن ډي سي، لندن او د اروپا په ځینو نورو برخو کې په ایران کې د افغانانو د وژلو په ضد مظاهرې وکړې.
د واشنګټن ډي سي او لندن مظاهره کوونکو د ایران خلاف شعارونه له ځان سره لېږدول او موږ عدالت غواړو. موږ لولپه کیږو، مرګ پر ایران او داسې نور شعارونه یې ورکول.
په واشنګټن ډي سي کې یو شمېر مظاهره کوونکو بیا ویلي چې دوی د یزد په ښار کې د ایران د پولیسو له لوري د افغانانو د وژلو او د افغانستان-ایران د سرحد په اوږدو کې د هریرود سیند ته د لسګونو افغان کډوالو د غورځولو او له هغوی سره د بد چلند د غندنې لپاره راټول شوي دي.
د واشنګټن ډي سي مظاهره کوونکي د پاکستان د سفارت مخې ته راټول شوي وو، ځکه هلته د پاکستان سفارت د ایران اړوندې چارې هم مخ ته وړي.
مظاهره کوونکو همدغه راز د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې په ضد هم شعارونه ورکول.
افغان حکومت پاکستان تورنوي چې افغانستان کې په روانې جګړې کې لاس لري، خو اسلام اباد دا تورونه نه مني.
په دغې مظاهرې کې پر افغانانو سربېره ځینو ایرانیانو او د نورو هېوادونو وګړو هم برخه اخیستې وه.
په واشنګټن کې افغان مظاهره کوونکو په پای کې یوه پریکړه لیک هم خپور کړ چې په کې ویل شوي چې ایران باید د نړیوالو کنوانسیونونو په اساس له افغان کډوالو سره بد چلند ودروي، ملګري ملتونه یا یوه بله مستقله اداره دې وروستۍ پېښې وڅېړې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دې باید د ایران په اړه قوي دریځ خپل کړي.
په پرېکړه لیک کې همدا راز له افغانانو سره د ایراني پولیسو بد چلند غندل شوی او د وروستیو پېښو د عاملینو د محکمې غوښتنه هم شوې ده.
په لندن کې هم ګڼو افغانانو د ایران په ضد مظاهره وکړه.
دوی هم د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي وو او له افغان کډوالو سره یې د ایراني پولیسو بد چلند وغنده.
مظاهره کوونکو له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې د دغو پېښو عاملین دې محاکمې ته کش کړل شي.
تر دغو مظاهرو مخکې په کابل، ننګرهار، هرات، کندهار او هرات کې هم د ایران په ضد لاریونونه وشول.
په کابل کې ځینو مظاهره کوونکو د ایران د سفارت په دروازې باندې سور رنګ وپاشل او د احتجاج په ډول یې د ایران د ولسمشر حسن روحاني او مذهبي مشر علي خامنه یي تصویرونه او د ایران مليبیرغ وسوځاوه.
دغه کار ایراني چارواکي پارولي وو او په تهران کې یې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال وربللی او هغه ته یې اعتراض کړی دی.
ایراني چارواکو ویلي دي چې مظاهره کوونکو د ایران د سفارت سپکاوی کړی دی.
افغان حکومت وايي چې ښاغلي لیوال ایراني چارواکو ته ویلي دي چې مظاهره دافغانانو مدني حق دی او که په مظاهرو کې کومه قانوني سرغړونه شوې وي، پلټنه به یې وشي.
په همدې حال کې افغان حکومت وايي چې یو پلاوی به ایران ته استوي چې هلته د افغان کډوالو وضعیت وڅېړي او په اړه یې له ایراني چارواکو سره وغږیږي