سږ کال د اولمپیک سیالۍ د جاپان د اوړي په موسم کې د ټوکیو په ستر ښار کې په پام کې دي، د اولمپیک لوبو لړ کې د اوبو په منځ کې د بال پولو یا واټر پولو په نوم لوبې هم ترسره کېدې؛ خو که د کرونا ویروس شدید وي، دا لوبې د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ کېدای شي.
د جاپان پلازمېنه ټوکیو کې د اولمپیک لوبې د اوړي په موسم کې په پام کې دي، د ویکي پېډیا د راپور له مخې سږ کال اولمپیک لوبو کې ۳۳ ډوله لوبې شاملې دي، چې ګڼ شمېر لوبغاړي به پکې ګډون ولري.