شنبه, مې 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهزین پوښ - (لیکوال: ومان نیازی)

زین پوښ – (لیکوال: ومان نیازی)

ومان نيازى ۱۳۸۷،۵،۲۵
زين پوښ

اوبه يې په كشري كې تويې كړې، څنګلې يې ورواړولې، څولپې اوړه يې له كندو راواخيستل ، مالګه يې پرې ودوړوله، موڼى يې د كندو په خوله كې كيښود ، ور په زړه سو چې لا لا يې موچڼې غوښتې راولاړه سوه، وچته، وچته د دالان پر زينو نوي خونې ته وخته، په كوڅيو پورې يې څاواره له ولي سره راواړوله، د كونجيو شرنګى سو ، كولپ يې خلاص كړ، تر غوټو لاندې كپۍ يې راوايستې، كوړيپې سوې وې ،ژر ، ژر يې د پلو پيڅكه پرې تېره كړه، لكه چې څنډې يې تر پام ككړې ورغلې، پلو ته يې ناڼې ور تو كړې كپۍ يې ټينګې ، ټينګې پرې وموښلې،  لكه بلاو چې پسې اخيستي وي سركنده راكښته سو ه، نژدې په سيرلي ورلويدلي وه ، په لا لا يې سترګې ولګيدې چې د چوترې په سر يې اودس وچول، وشرميده، لالا د نوي خونې د بام پر ژۍ كاغۍ ته كتل نصوار يې تو كړو.

– اشرپۍ! كه مرګي نه وم خوړلى، له دا وارې  به پنځه كڅوړې زرغونې  مرۍ درته راوړم، سيكل ته مې دې داسې ښايسته زين پوښ جوړ كړى، دا زرغونې مرۍ څومره ښې پكې ښكاريږي تاهسې ويل زرغون رنګ دې ورك سي.

له ځانه سره وغونځيده: دا دې اوس څه ليبه رااخيستي ، ته يې په دا سپينه ږيره، زرغون ځونډور پرتو ګاښ ګوره….
– ادې دې خداى وبخښي زرغون رنګ يې ښـه نه ايساوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب