جمعه, مارچ 29, 2024
Home+کلیمه/اجمل پسرلی

کلیمه/اجمل پسرلی

له نژدې درې متره لاندې تلخوني یې پورته کش کړ. د ده سترګې رڼا ته وبریښیدې. داسې احساس یې وکړ لکه شګي چې یې سترګو ته ورلویدلي وي. زړه یې کیده چې ژر ژر یې وموښي خو لاسونه یې شاته ورتړلي و، سر یې کوږ کړ اوږه یې سترګو ته نه وررسیده. ټوپکوال د ده پر ښۍ اوږې د ټوپک میله کیښوده:

-مه دریږه

سر یې پورته ونیو:

«لکه چې وژني مې»

«ورته ووایه چې ما په تاسو څه کړي»

«نه یې مني »

«خدای مهربانه دی»

«که یې وژلی دا میاشت یې په څه راباندې تیروله»

ټوپکوال پر ملا په کنداغ وواهه. ده له ځان سره وویل:

«که یې نه وژلی ولې یې  له لارې ښکته کولم»

«نه خوشي کوي مې»

شاته یې مخه واړاوه چې له وسله واله پوښتنه وکړي. هغه پرې چیغه کړه:

-مه ګوره

پښې یې سستې شوې. ګامونه یې بیواکه شول:

«ما سره یې څه کار دی، دښمني نه ورسره لرم »

ګامونه یې چټک کړل. وسله وال ورته وویل :

– منډي مه وهه د دغه زو دلته مخته ودریږه

لاندې خوړ و، ده له ځان سره وویل:

-کندې ته ټوپ کړه، کنه وژني دې

وسله وال چې په یوه لاس یې ټوپک نیولی و، په بل یې د ده اوږه ټیله کړه:

-کلیمه دې تیره کړه

-لا اله…

-مرداره په لوړ اواز دې کلمه تیره کړه

« ما خو په ټوله لار کلیمه ویله»

وسله وال د کلاشینکوف په کونداغ په ټټر وواهه. د ده لاس بیحسه شو. بل وسله وال غږ کړ:

-کافر یې نه تیروي

ده لمر ته وکتل، د لمر سترګه تته ښکاریده. لرې د غونډۍ تر لمنې ازغي ولاړ و. وسله وال ټوپک له اوږې راښکته کړ. ده خوله خلاصه کړه چې کلمه ووایي، شونډې یې سره ونښتې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب