پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+نيوزلنډ په ټېسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

نيوزلنډ په ټېسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲۳) د نیوزلند کرکټ ملي لوبډلې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته په ټېسټ لوبلړۍ کې یو د صفر په مقابل ماتې ورکړه.

یادې لوبډلې په دې سره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

نیوزلنډ په دوهمه ټېسټ لوبه کې هم انګلستان ته د ۸ لوبغاړو په توپير ماتې ستره ماتې ورکړه.

اوسمهال نیوزلنډ په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې لومړی او په شل اوره لوبو کې بیا درېیم ځای لري.

نیوزلنډ په ټېسټ لوبوکې ۱۲۳ نومرې لري او په دوهم مقام کې بیا ۱۲۱نومرو په لرلو سره هند او درېیم مقام کې بیا انګلستان د ۱۰۸ نومرو په لرلو سره خپل کړی.

په یو ورځنيو سياليو کې بیا نیوزلنډ لومړی، آسټرالیا دوهم او هند درېیم ځای لري.

په شل اوره کې دغه راز انګلستان لومړی ، هند دوهم او نیوزلنډ درېیم ځای کې قرار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...