جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد لغمان په مرکز کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۶...

د لغمان په مرکز کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۶ تنه ژوبل شوي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲۳) امنیتي چارواکي وایي،  نن مازیګر ۶ نیمې بجې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د برېښنا ریاست ترڅنګ د هاوان دوه مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې ۶ تنه ژوبل شوي دي.

د لغمان روغتیايي مسؤلان هم مني، چې د پیښې له ځایه ورته ۶ ټپيان ور وړل شوي دي خو د دوو تنو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

روغتیايي مسؤلان زیاتوي، په ټپیانوکې یو تن د عامه ساتنې سرتېری او پنځه تنه نور عام وګړي دي.

په ورته وخت کې بیا د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسؤل شفیع الله افغانیار هم پېښه مني خو وایي، د هاوان یادې مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

لغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ ۵ تنه وژل شوي

د یادولو ده چې تېره شپه هم د یاد ولایت د الیشنګ ولسوالۍ کې په کوټالې سیمه کې د طلا محمد په نوم د یوه کس په کور د هاوان مرمۍ لګېدلې وه، چې له امله یې د یادې کورنۍ ۵ تنه وژل شوي وو او ۱ بل سخت ژوبل شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب