جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهلغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ ۵ تنه وژل شوي

لغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ ۵ تنه وژل شوي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲۳) ختیځ کې دملي اردو چارواکي وایي، چې د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ، کوټالې سیمه کې تېره شپه یوه عام سړي پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې.

د یادې قول اردو ویاند صاحبزاده وایي، چې دا مرمۍ د طلامحمد په نوم د یوه کس په کور لګېدلې، چې له امله یې د هغې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی.

په ورته وخت کې د لغمان د ولایتي شورا ځينې غړي بیا وایي، چې په یاده سیمه کې اوس هم د افغان  ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

دوی وایي، لامعلومه نه ده چې مرمۍ د چا له لوري توغول شوې.

خو د ملي اردو چارواکي بیا وایي، چې دا مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې ده.

وسله والو طالبانو بیا په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...