یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهکورونا له کنټروله وځي؛ له پرون راهیسې ۸۵ افغانان مړه شوي

کورونا له کنټروله وځي؛ له پرون راهیسې ۸۵ افغانان مړه شوي

تاند (یکشنبه د جوزا ۲۳) د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په دې هېواد کې کورونا ورځ تر بلې مرګونې بڼه خپلوي او يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۸۵ کسان وژلي دي.

دا په افغانستان کې د کورونا له پیله تر اوسه، په يوه ورځ کې د مړو شويو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې پر دې سربېره، له پرون راهيسې په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۵۹۷ تنه تازه په دغه وايروس اخته شوي دي.

دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې تر دې څو چنده ډېر وي.

له نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کورونا د اخته شويو کسانو شمېر ۹۱ زره او ۴۵۸ او ورڅخه د مړو شويو کسانو شمېر بيا ۳ زره او ۶۱۲ تنو ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح څو ورځې مخکې وویل چې تر ټولو بدې اوونۍ په مخ کې شته او له خلکو یې وغوښتل چې نور دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب