یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهامریکا: وسله والو بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او ۳۰ نور...

امریکا: وسله والو بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲۳) امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي پر دوام د دغه هېواد په دریو ایالتونو کې د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دغه هېواد کې د کورونا وبا له امله لګول شوي بندیزونه هم ورو، ورو د نرمېدو په حال کې دي او خلکو ته د سفر، راټولېدنو او تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.

راپورونه وایي چې دا پېښې تېره ورځ په تکزاس، ایلینوې او جورجیا ایالتونو کې رامنځته شوې دي.

دا په روان کال کې په امریکا کې پر خلکو ۱۷م برید دی چې ترسره کېږي.

تر اوسه پورې د یادو درې واړو پېښو د څرنګوالي او انګېزې په اړه کره جزیات نه دي رسنیز شوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین چې ټاکل شوې د را روانې چهارشنبې په ورځ له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره وګوري وایي چې دی هیله لري د امریکا اوسنی ولسمشر تر پخواني هغه (ټرمپ) لږ بې پروا وي ډېر نه.

نوموړي له ان‌بي‌سي نیوز سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، که څه هم بایډن ټول عمر په سیاست کې تېر کړی دی خو ځینې وخت بې پروا څرګندونې کوي.

پوتین د دې پوښتنې په ځواب کې چې بایډن ویلي پوتین یو قاتل دی وویل، دی قاتل نه دی؛ بلکې ستونزه د امریکا په سیاسي فرهنګ کې ده، ځکه دده په خبره، د امریکا په سیاسي فرهنګ کې ورته څرګندونې عادي دي خو په روسیه کې بیا داسې څرګندونې په سیاسي کچه عادي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب