دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د اکسیجن د کمښت ستونزه مخ په حل کېدو او روغتونونه...

چارواکي: د اکسیجن د کمښت ستونزه مخ په حل کېدو او روغتونونه روښانه دي

تاند (یکشنبه د جوزا ۲۳) د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت ستونزه مخ په حل کېدوه ده.

د عامې روغتیا سرپرست وحید مجروح چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د کورونا د درېیمې څپې پر مهال تر ټولو ډېره اړتیا اکسیجن ته پېښه شوې ده چې له همدې امله د عامې روغتیا وزارت ټول تمرکز د اکسیجن د اړتیا پر پوره کولو دی.

د ښاغلي مجروح په خبره، دمګړۍ د هېواد په ګڼو ولایتونو او د کابل په څلورو لویو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوې لګول شوې دي او دغه دستګاوې کولی شي په هر روغتون کې تر پنځوسو پورې ناروغانو ته د اکسیجن اسانتیا برابره کړي.

نوموړي وویل چې په شمال کې له ازبېکستان او تاجکستان او د هېواد په جنوب کې یې له ایران سره د اکسیجن مرسته غوښتې ده او دوی ورسره د ورځې تر درې سوه پورې ډبې د اکسیجن د ورکړې ژمنه کړې ده.

مجروح زیاته کړه چې ایران هم په نږدې ورځو کې د ورځې تر دوه ټانکره پورې مایع اکسیجن هرات ته لېږي او ژر به په ټولو روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شي.

مخکې تر دې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او خلکو په دغه هيواد کې د کورونا ویروس درېيمې او شدیدې څپې ته په پام د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښه ښودلې وه.

دغه راز د افغانستان د بشر د حقونو او رسنيو د څار موسسې هم ويلي و چې د ګڼو ستونزو له دې ډلې د برېښنا د نه شتون له امله د اکسیحن له ۳۰ توليدي فابریکو ۱۵ يې تړل شوي دي.

خو د افغانستان برېښنا شرکت تازه ویلي که څه هم په سالنګ کې د وارداتي برېښنا د دوه ستنو د وېجاړېدو له امله د برېښنا له کمښت سره مخامخ دي، خو بیا هم د کورونا ویروس درېیمې او شديدې څپې ته په پام یې د اکسيجن توليدي فابریکو او د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د درملنې روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړې ده.

د دغه شرکت وياند سنګر نیازي نن وویل چې دوی د استوګنیزو سیمو د برېښنا یوه برخه هم د اکسیجن توليدي فابریکو ته ځانګړې کړې ده.

برېښنا شرکت وايي، په سالنګ کې د برېښنا د ویجاړو شويو پايو د بيا رغونې کار به لس يا دولس ورځې نور وخت هم ونیسي، خو دا مهال د دوی تخنيکي همکارانو د يو لین په نښلولولو سره، کابل ته د ۱۵۰ مېګاوټه برېښنا د ورکړې امکانات برابر کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب