Homeخبرونهد افغان فلم د دوو ښځینه کار کوونکو جسدونه وموندل شول

د افغان فلم د دوو ښځینه کار کوونکو جسدونه وموندل شول

تاند (یکشنبه د جوزا ۲۳) د افغان فلم ادارې مسؤلین وايي، د کابل ښار د تیرې ورځې په چاودنو کې د دغه ادارې دوې ښځینه کار کوونکې هم وژل شوي دي.

د افغان فلم ادارې مشرې صحرا کریمي نن یکشنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې د طیبې مسوي او فاطمې محمدي په نوم یادو نجونو تازه د افغان فلم سره کار پيل کړی و او د افغان ماشومانو لپاره انېمیشن پروژې (افسانه های افغانستان) پروژه کې یې کار کاوه.

آغلې کریمي زیاته کړې، د افغان فلم دغه نوې ښځینه کار کوونکې پرون شنبه کور ته پر لار وې چې د کابل ښار په لوېدیځه کې پر یوه ټونس موټر چاودنه کې ووژل شوې.

د نوموړې په خبره د دغه نجونو جسدونه له تېرې ورځې ورک و چې نن یې نن په عدلي طب کې د کورنۍ د غړیو له خوا پېژندل شوي.

د چارواکو په وینا پرون شنبه د کابل ښار شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې پر دوو ټونس موټرو د ماین چاودنو له امله اووه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء ضیاء ویلي چې د دې پېښو ټول قربانیان ملګي وکړي دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...