شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+دیکتاتوران په ځان میین کسان وي

دیکتاتوران په ځان میین کسان وي

تاند- د لیبیا د پخواني دیکتاتور معمرالقذافي له وژل کیدو وروسته د هغه د عجیب و غریب ژوند په باره کې ګڼې لیکنې خپرې شوي.

 قذافي چې به چیرته روان و، د جذابو نجونو یوه ډله به ورسره وه چې نظامي جامې به یې اغوستې وې او دوی به ټولې د ده باډیګارډانې وې. ده پخپله هم رنګه جامې خوښیدې او دې شي خوند ورکاوه چې جامو ته یې د نورو خلکو پام شي. قذافي ته دا ښه ښکاریده چې له مېلمنو سره په خیمه کې وګوري.

 په جورج واشنګټن پوهنتون کې د سیاسي ارواپوهنې استاد جیرالډ پوسټ، لایف ساینس ته ویلي چې اکثره دیکتاتوران غیرعادي خویونه لري خو قذافي بیا تر نورو هم اړولې وه. د پروفیسر جیرالډ پوسټ په نظر، په ټولو دیکتاتورانو کې مشترک ټکی دا دی چې دوی په روحي لحاظ په ځان میین کسان وي. قذافي هم په ځان میین و او ګومان یې کاوه چې په خلکو ډیر ګران دی. ده به ویل «زما خلک له ما سره مینه لري، دوی ټول په ما میین دي او دوی به مې وساتي.»

 د پروفیسر پوسټ په نظر، په رواني لحاظ قذافي د دې خبرې له درکه عاجز و چې خپلو خلکو دی نه خوښیږي.

 لکه څنګه چې وویل شول، اکثره دیکتاتوران غیرعادي خویونه لري. مثلا د چین د کمونیست ګوند مشر او پخوانی دیکتاتور ماو تسه تونګ هم ځٍينې غیر عادي خویونه لرل. د ماو تسه تونګ شخصي ډاکتر (لي ژي سو) چې (د چیرمېن ماوو خصوصي ژوند) په نوم یې د هغه بیوګرافي لیکلې او دغه کتاب په ۱۹۹۶ کال کې چاپ شوی دی، د چین د دغه دیکتاتور په اړه لیکي چې د غاښونو له برس کولو سره یې جوړه نه وه. او دا کار یې شاید ځکه نه کاوه چې ماوو په اصل کې د بزګرې کورنۍ غړی و او په چین کې دغسې کلیوالو کورنیو د غاښونو د بورس کولو عادت نه درلود.

 له بلې خوا د ترکمنستان پخواني دیکتاتور صفرمراد نیازوف بیا خپلو خلکو ته ویلي و چې ژاولي ژدوئ چې غاښونه مو ورسره کلکیږي. نیازوف چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې ومړ، د کال د میاشتو نومونه بدل کړي او په میاشتو یې د خپلې کورنۍ د غړیو نومونه ایښي وو.

ځینې نور دیکتاتوران بیا د خپل قدرت د ساتلو لپاره داسې حیرانوونکي کارونه کوي چې نورو خلکو ته شاید بیخي لیوني ښکاره شي. په دغسې دیکتاتورانو کې یو هم د هیټي واکمن فرانکویس دووالیر و چې له ۱۹۵۷ څخه تر ۱۹۷۱ کاله  پورې یې په هیتي باندې حکومت وکړ. دووالیر د خپل حکومت په زمانه کې یو ځل حکم وکړ چې ټول تور سپي دې ووژل شي، ځکه چې ده ته اطلاع رسیدلې وه چې د ده یوه سیاسي رقیب کوډې کړې او له ځانه یې تور سپی جوړ کړی دی.

 دووالیر چې ځان ورته ډیر مهم کس ښکاریده، ادعا وکړه چې دی د خدای پاک له خوا غوره شوی بنده دی.

 د سیاسي ارواپوهنې ماهر جیرالډ پوست وایي، داسې هم نه ده چې ټول دیکتاتوران دې بیخي غیرعادي وي. مثلا د صدام حسین اکثره خویونه د عادي خلکو غوندې و او د شوروي پخواني دیکتاتور جوزوف ستالین هم غیرعادي خویونه نه کول. خو، هغه شی چې د ټولو دیکتاتورانو ترمنځ یې شریک بللای شو، دا دی چې دوی ټول په ځان میین او نارسیسست وي.

دوی چې معمولا شدید نارسیسیزم یا نرګسیت لري او په ځان میین وي، ګومان کوي چې  د خپلو ملتونو ژغورونکي او ناجیان دي. له بلې خوا دوی بدګومانه، قهرجن او وسواسي وي. دوی په هر مشکل کې د پردو لاس ویني او خارجي قوتونه ورته ملامت ښکاري. مثلا معمرالقذافي تر اخره پورې ګومان کاوه چې ده ته ټول جنجال  القاعده او لویدیځوالو جوړ کړی دی او یو ځل خو یې د خلکو د پاڅون په موده کې وویل چې باغیانو ته په نسکافي کې څه داسې دوا ورکړه شوې ده چې دوی اوس سم فکر نه شي کولای او وهم ورپیدا شوی دی.

 د شدید نارسیسیزم یا نرګسیت بله ځانګړنه دا ده چې په دې روحي ناروغۍ باندې مبتلا کسان له مشکل څخه د خلاصون لپاره له هر ډول تشدد څخه کار اخیستلو ته تیار وي. ستالین، صدام حسین او نورو ګڼو دیکتاتورانو د خپل قدرت په خاطر په ډیرې اسانۍ سره د نورو خلکو وینې بهولې او مرګونه یې کول. دیکتاتوران چې د مخالف نظر او مخالفو ډلو د شتون زغم نه لري، نو د قدرت په وخت کې هیڅوخت مخالفه خبره نه اوري او دا شی یې نور هم دې ته هڅوي چې دوی ښه دي او څوک چې د دوی خبره نه مني، هغوی خامخا بد دي.

د پروفیسر جیرالډ پوسټ په نظر، د معمرالقذافي یو روحي خصوصیت دا و چې ځان ورته ډیر خوندي او محفوظ ښکاریده. ده ګومان کاوه چې ده ته ضرر نه رسیږي.

 پروفیسر پوسټ وایي چې دیکتاتوران په اصل کې په روحي لحاظ ناکراره وي او له ناخوندیتوبه ځوریږي خو د دې لپاره چې د روحي ناکرارۍ او روحي ویرې فشار کم کړي نو دا وهم ورپیدا کیږي چې دوی ډیر خوندي او محفوظ دي. د دغه پروفیسر په قول، د یوګندا د پخواني دیکتاتور عیدي امین د روحي ناکرارۍ یو علت دا و چې تعلیم یې نه و کړی او په همدې خاطر یې د یوګندا له تعلیم یافته کسانو سره ورانه وه او ډیر یې  پکې ووژل. پروفیسر پوسټ وایي چې قذافي د روحي جنون په دې مرحله کې نه و چې د خلکو پاڅون ونه ویني او خطر احساس نه کړي ، بلکې ده تر ډیره حده تصور کاوه چې دا ټول جنجال ورته پردیو او خارجیانو جوړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب