سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپاکستان او بریتانیا پر افغان سوله خبرې کړي

پاکستان او بریتانیا پر افغان سوله خبرې کړي

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۲۳ مه)  پاکستاني رسنۍ وایي، د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د بریتانیا له لومړي وزیر سره د افغانستان په سوله خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بریتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسن سره په تلیفوني تماس کې پر افغان سوله او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

سرچینې وایي، په دغه تلیفوني مکالمه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړي دي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د سرچېنو په وینا، د بریتانیا لومړي وزیر جانسن هم ویلي چې په سیمه کې د سولې تامین د ټولو ګډ مسوولیت دی او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري ډېره کړي.

هغه له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان سولې په پروسه کې بشپړه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر روان دی نو د دې جدي اړتیا ده چې تاوتریخوالی کم شي او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په ځلونه ځلونه ویلي چې د افغانستان سولې پروسه کې بشپړه همکاري کوي؛ خو افغان حکومت بیا وایي چې پاکستان لا هم دې پروسې ته ژمن نه دی او د طالبانو له ملاتړه یې لا هم لاس نه دی اخیستی.

څه موده وړاندې د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یوه غونډه کې پر پاکستان توندې نېوکې وکړې چې ګواکې د افغانستان ډیری بدبختۍ د پاکستان له لوري روانې دي.

خو پاکستان یې په اړه توند غبرګون وښود او له محب سره یې د اړیکو د پرېکون اعلان وکړ.

1 COMMENT

  1. مخکی می هم د پاکستان په اړه تبصیری لیکلی وو او بیا بیا لیکل لازم نده خو د اړتیا په صورت کی لازم دی
    کله چی آسامه بن لادن له امریکا سره اقتصادی راکړه ورکړه درلوده هیڅ القاعده نه وو او د روسانو په مقابل کی یو جهادی رهبر وو مګر کله چی د اقتصادی برخه کی ورسره جنجال پیدا شو نو همدا آسامه یی لومړی پاکستان بیا افغانستان ته چی زیات وخت یی له ربانی او نورو تنظیمی ډلو سره تیر کړ چی امریکا به ټولی نغدی مرستی له جهادی ډلو سره د همدی آسامه له لوری کول مګر کله چی امریکا د افغانستان د نیولو پلان ونیوو نو یوولسم د سپتمبر قضیه ډیزاین او بیا عملی کړه
    پاکستان چی برتانیا له لوری د هند او افغانستان له وجود جوړ شوی هیواد دی چی اردو ژبی برخه یی د هند جدا کړی ده او د پښتو ژبی برخه یی له افغانستان قصدآ جدا کړی ده
    کله چی مخکینی ۷ یا ۸ جنګی ډلی د قدرت لپاره کابل په کنډواله بدل کړ همدی امریکا طالبان د بین المللی نظامی ځواک او د افغانستان ته د سولی او ثبات راوړلو ځواک په نوم په پآکستان کی جوړ کړل او بیا د همدا جهادی ډلی چی د امریکا د ډالرو په مقابل کی د روسانو او نجیب الله د دولت په وړاندی جنګیدل له کابل او بیا په کراه کراه له ټولو هیواد وشړل او کولاب ته یی ورسول پدی ټولی رسانی او افغان ولس خبره دی هغه جنایتونه چی همدی جهادی ډلو وکړل ټول افغان ولس ورباندی خبر دی چی په سر کی میخونو وهل یی یوه بیلګه ده

    کله چی طالبانو ۹۰ سلنه خاوره باندی واک خپل کړ او څنګ کی یی پنجابی او عربی نظامیانو حضور درلود همزمان پنجاب نظامی او استخباراتی کسان لکه جنرال حمیدګل له شورای نظار سره مرسته کول یعنی دوی دلته د برتانیی او امریکا د پالیسی په اساس چی پښتون او افغان وژنه وو خپل کسات یی د پنجاب او طالب په زور له افغانانو واخیست بالاخره خبره دیته ورسیده چی طالبانو په بامیانو کی بوتان وران کړل او شمالی سیمو کی خپل افغانی انګور مات مات کړل او پنجاب د پروژو او پالیسیو تطبیق ته یی کله ملا وتړله چی کله همدی پنجابی نظامیانو او استخباراتی چارواکو له ملاعمر څخه وغوښتل چی ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژنی نو زمونږ او تاسی ترمینځ څه نشته نو ملاعمر خو پدی پوه چی نجیب الله یی د ډیورنډ کرښی په خاطر اول وواژه او بیایی په دار وځړاوو نو له ډیورنډ کرښی څخه نټه وکړ یعنی ویی نه منله او همدا پنجابی استخباراتی کس یی له دسترخوان څخه وشاړه
    چی دا خبره ښآغلی محمود خان اڅکزی هم کړی ده

    افغان دولت که مخکینی دی که اوسنی د امریکا سره خپل د دوستی تعهداتو ته ژمن پاتی شوی مګر امریکا، برتانیه چی له افغان دولت سره ستراتیژیک او امنیتی تړون لری مګر دوی برخلاف د پاکستان ګټو ته ژمن دی لا تر اوسه پر پاکستان باندی دومره فشار ندی راوړی چی تاسی ولی پدی ۴۳ یا ۲۰ کلنه جګړه له هری جنګی ډلی څخه مالی او نظامی او همدارنګه سیاسی ملاتړ کوی او د هغوی نظامیانو ته ښوونه او روزنه ورکوی نو زموږ افغان ولسمشر ښاغلی اشرف غنی ته پکار ده چی امریکا سره او سیمی نورو هیوادونو سره په تیره بیا هند سره پاکستان په اړه واضحه سیاسی تګلاره پیدا کړی او نړیوالی ټولنه او نړیوال او اسلامی هیوادونه دی وهڅوی چی پاکستان په تیره بیا پنجابی چارواکی تر سیاسی او اقتصادی فشار لاندی راولی ترڅو افغان ولس د نورو هیوادونو په شان په سوله او ثبات کی ژوند وکړی

    یو ځل بیا وایم کچیری نړیواله ټولنه د افغان دولت غږ نه اوری نو ولسمشر باید خپل سیاسی سفارت له پاکستان تر نامحدودی نیټی پوری وتړی ترڅو نړیوال پوه شی چی افغانستان په ۴۰ کلنه یا ۲۰ کلنه جګړه پاکستان مستقیمآ ښکیل دی او بغیر د پاکستان له نظامی چارواکی په تغیر سره یا سیاسی او اقتصادی فشار په افغانستان کی سوله او ثبات نشی راتللی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب