ليکنه، عبدالوحيد وحيد
د مارکسيزم د نظريې پلويانو يا هم په بله اصطلاح د خلق ديموکراتيک ګوند سرکښانو د خپل ملت په ديني، دوديزو، کلتوري او عنعنوي ځانګړتیاو باندي له ځان پوهولو او د همدغې اجنبي تئوري په نيمګړتيا او جانبي منفي اړخونو په هکله د دقيقې محاسبې او مطالعې له درلودلو پرته دغه پردئ تئوري راوړه او په خپل ولس باندي يې په خورا احمقانه توګه د ډنډې په زور د عملي کولو سرټمبه توب ته ملا وتړله. د هيواد له اطرافو او اکنافو څخه د ولس د مختلفو اقشارو او پرګنو طبعي غبرګونونه يې د بغاوت، تمرد، انقلاب ضد، کارګرانو ضد، توره ارتجاع او د امپرياليزم لخوا د مهندسې شويو دسيسو د عملي کولو په تور د ځپلو هڅې وکړي.
هغه مهال چې د خلق دموکراتيک ګوند په وړاندې ولسي پاڅون نه وه پيل شوى او شورويانو يرغل نه وه کړى، په لسګونو زره خلک يې ونيول. د هر ډول قانوني عدلي او قضایي پروسيجر له پلى کولو، انساني کرامت، افغاني حرمت او ارزښتونو ته له پام پرته د هيواد په مختلفو برخو کې د پليګونونو په نوم ځايونو کې يې کندې ورته وايستې او ژوندي افغانان يې د بلدوزرونو په واسطه تر خاورو لاندې کړل. په هيواد باندي د شوروي ځواکونو يرغل د عمومي بغاوت او سرتاسري جګړو د پيل لامل شو، خو زمونږ خپل خلقيان يې په پليګونونو کې د خپلو خلکو د ژوندي خښولو له وحشت څخه منعه کړل. پنځه مليونه افغانان يې کډه کولو ته اړ ايستل . له دوه مليونه زيات افغانان شهيدان شول او مونږ يې ننداره کوله!
يو بل بدلون راغى، يوه بله دوره پيل شوه، د يو بل اوښتون شاهدان شوو، يوې بلې ډلې، يو بل نوم، بل بيرغ او بل شعار دغه هيواد ته راوړ. دغه ډله “مجاهدين” نوميده، د اسلامي انقلاب، اسلامي نظام له شعار تور سپين او شين بيرغ سره کابل ته راننوتل. ولس ورته ښه راغلاست ووايه او د سولې امن سوکالي او ابادي پريښتې يې وګڼلې. ملت جنګي دوره ختمه وګڼله. دغه ډله هم د پخوانیو غوندي د سياست په پيچلتياو او کږليچونو نه پوهيدل، جګړه يې زده وه خو د مديريت تجربه يې نه درلوده. اکثريت يې د واک جنون په سر اخيستى وو. مونږ فکر کاوه چې د اسلامي نظام له اړتیاو سره سم بدلون به راوړي او عمري عدالت به تأمين او د دوه مليونه شهيدانو وينه به رنګ راوړي، خو زمونږ د هيلو غوټئ مړاوې شوې او اميدونه مو په سيند کې لاهو شوو.
غرب د شوروي ماتيدل د سړې جګړې پاى وبلل او افغانستان چې په سړه جګړه کې يې محوري رول درلود شا وکرزوله. ځينو جهادي مشرانو خپل ديني دنده سرته رسولي وګڼله، په کور کيناستل او ځينو نورو د واک په سر په کورنى جګړه کې دومره ښکيل شول چې کابل ونړيده، شپيته زره کابليان ووژل شول، ملي او شخصي شتمنۍ چور شوې، جهاد بدنامه شو، بنسټونه ونړيدل، کابل کنډواله او افغانستان د ملوک الطوایفي په ډګر بدل شو. نړئ مو ننداره کوله.
طالبان په لمړي سر کې له کندهار څخه له تازه نوم، تازه بيرغ، تازه شعار او تازه رهبر سره را څرګند شول، زحمت يې وايست قرباني يې ورکړه شهامت يې وښوده او په ډيرو سيمو کې يې مثالي امن راوست. خلکو هم ورسره د زړه له کومې مرسته وکړه، خو کله چې کابل ته راورسېدل د کابل خلکو ورسره د کلتوري توپيرونو له امله مرسته ونکړه. هغوى د طالبانو لخوا په لګول شويو قيوداتو باندې نيوکې درلودې او د ښاري دود خلاف کار يې باله. د طالبانو قيوداتو په ټوليزه توګه کليوالي دوديزه بڼه درلوده او د کابل د خلکو په وړاندې يې خپل متحجرانه تګلارو ته دوام ورکړ. هغوى هم د نړيدو چل زده وه خو د جوړيدو په هنر نه پوهيدل.
طالبانو د کابل له نيولو سره سم په سړيو باندې ږيرې پريښودل لازم وګرزول، په مامورينو باندې لنګوټه په سر کول حتمي کړل. په ښځو باندې د کار کولو بنديز ولګاوه او د چادري په سرکول حتمي شو. په تلويزيوني خپرونو باندې بنديز ولګيده او په راديو کې د موسيقي پروګرامونه نه چليدل. د طالبانو له اوامرو څخه سرغړونه د سزا وړ عمل وه. داسې ښکاريده چې په نا اګاهانه توګه د ښاري او کليوالي دودونو ترمنځ د ټکر عملي صحنه روانه وه، خو طالبانو نه منله.
شرعي حدود اجرا کيدل ، د فساد کچه ښکته وه، زورواکان نه وه، توپک سالاران ټول تښتيدلي وو، د جرائمو ګراف ښکته وه او د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته ولاړه اسانه وه. د ملامحمد عمر مجاهد د احکامو د نه منلو تصور هم ناشونى کار وه او په ټوليزه توګه اجرائات سريع وو، خو په شمالي کى ناامنیو شتون درلود پنجشير د مخالف قومندان احمد شاه مسعود ترکنترول لاندي وو، جګړه روانه وه او مونږ يې ننداره کوله.
د يوولسم سيپتمبر پيښه د عطف نقطه جوړه شوه. د پيښې پړه القاعده ورواچوله او القاعده په ځينو رسنيو کې د پېښې مسئوليت ومانه. د امریکا ولسمشر جورج بش د پيښې په تړاو امرانه او جابرانه لهجه کاروله. له طالبانو څخه يې وغوښتل چې اسامه ورته تسليم او يا يې له خپل هېواد څخه وشړي، خو طالبانو مشر د اسامه بن لادن له تسليمي او شړلو څخه سکوټ انکار وکړ. غرب د طالبانو نظام نسکور کړ. يو بل بدلون راغى. يوه بله اجندا له يو بل شعار بل بيرغ او بل نوم لاندي په ولس باندې د تپلو يوه بله هڅه وه. د جرمني په بن ښار کې ظاهراً د ملګرو ملتونو تر مشرى لاندې د کرزي له مشرتابه لاندې موقت اداره جوړه شوه.
امریکا خپل ټول تښتيدلي جنګ سالاران د نړۍ له اطرافو او اکنافو څخه راټول او په افغانانو باندي يې مسلط کړل. افغانى الاصله امریکايان يې له ځان سره راوستل. چاته يې ستر قراردادونه وسپارل او څوک يې هم په لوړو پوستونو وګمارل. د فساد ټولې لارې او دروازې يې ورته پرانستلې. چې به رسوا شول، نو بيرته به يې غرب ته واستول او له استولو وروسته يې د خلکو د غولولو لپاره ممنوع الخروج اعلان کړل او دغه ډول مبارزه لاهم دوام لري. توپکواکان يې د افغانانو د غوښو په خوړلو دومره څاربه کړل چې اوس هيواد او د امریکا په نوښت جوړ شوى نظام هم ګواښي.
د ترهګري په وړاندې د مبارزې په نوم جګړه کې د ښځو ماشومانو په ګډون په سلګونو زره افغانان ووژل شول. ان تر دې چې د ايتلافي ځواکونو لخوا نيول شوي بيګناه افغانان د خوند اخیستو لپاره هم ووژل شول. دغو وحشيانو د افغانانو اندامونه لا امریکا ته د نشاني په توګه يووړل. فساد ته يې د يوې سرطاني غودې په څېر وده ورکړه او اوس يې هيولايي شکل غوره کړى دى او مونږ يې لاهم ننداره کوو.
ستونځه چيرته ده؛
په افغانستان کې ملي رهبري شتون نلري. مشران له بهر څخه ورباندې تپل شوې دي او يا د جګړو په ډګر کې د ډير قساوت او شقاوت په معيار راټوکيدلي، پرديو استخدام کړي او په افغانانو باندې تپل شوي دي.
د واک د انحصار، پردى اجندا، ښکته علمي کچه، د سرچينو ظالمانه ويش، د ملي ريښو نه درلودل زمونږ د مشرانو د ناکامي بنسټ جوړوي. هره حاکمه ډله نورې ډلې او د نورو فکرونو پلويان د مخالف باغي او دښمن په نوم ځپي. دغه ستونځه د خلق او پرچم ګوندونو رانيولې تر مجاهدينو، طالبانو او اوسنى ديموکراسي پورې له لږ توپير سره زمونږ په ټولنه باندې حاکمه ده او په نزدې راتلونکې کې هم زمونږ په ستونځو کې د کمي نښې نه ښکاريږي. مونږ يې ننداره کوو.
مونږ د اوښتون او نسکوريدو وړتیا لرو خو د سمون او جوړيدو نه يو. له مارکسيستي رژيم نيولې تر اوسني نظام پورې له خلقيانو نيولي تر ديموکراتانو پورې له اخوانيانو نيولي تر ملايانو او طالبانو پورې سمون نه پيژنو او نه ورباندې باور لرو. فکر کوو چې زوړ نظام له ويروسونو ډک او له منځه وړلو ته اړتیا لري، خو کله هم فکر نه کوو چې مونږ د بل نظام د جوړولو اهليت نلرو. په کاذب غرور اخته يو.
دولس کاله وړاندې کيسه ده. زه د چين د درنو وسائطو د جوړولو په يوه فابريکه کې ناست وم. د يوه شرکت لپاره مې څو لوډرو د جوړولو قرار داد ورسره لاسلیک کاوه. متوجه شوم چې مخته ته د کمونیزم لور او چکوش درلودونکى بيرغ رپيږي. د فابریکې مالک يو هشاش بشاش اخلاقي ځوان وه. مال دا څه ډول توجیه کوي چې بيرغ مو د کمونیزم ده او تاسو د دغې ټولې فابریکې يوازنى مالک ياست چې په داخل کې يې له يوه ځاى بل ځاى ته د تلو لپاره ځانګړې بريښنايي موټرونه کارول کيږي؟
واى وحيده! مونږ پخوا هم کمونستان وو اوس هم کمويزم زمونږ مفکوره جوړوي. توپير يوازې دومره ده چې مونږ د کمونيزم په اقتصادي برخه کې سمون او بدلون راوستى دى.
په درنښت عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان
«د کابل د خلکو په وړاندې يې خپل متحجرانه تګلارو ته دوام ورکړ. هغوى هم د نړيدو چل زده وه خو د جوړيدو په هنر نه پوهيدل.»
وحید سیب له تاسو می دا تمه نه وه چه داسی ټکی ولیکی،
داسلام پلی کول متحجرانه دی او که ملی عنعنی؟ دواړو ته داسی صفت ورکول بی انصافی ده او دپردو منل.
اول امنیت مهم ده او که رغونه؟ ایا باسوادان (؟؟؟) ټولو بایکات نه وو اعلان کړی او دپردو په خدمت نه وو بوخت سوی؟ ایا ټولی دنیا دطالبانو سره بایکات نه وو اعلان کړی؟ په داسی شرایطو کی پخوانی خبره رښتیا کول سمه ده؟ انصاف ښه ده وحید سیب.
د و طن د خرڅولو او قتلونو په دوسیه کې تور مجاهد، سپین طالب او سره خلقان دریواړه یو دي! فرق یې دا دی چي هغه مجاهدین غله اشرار ماده حقیقی ماده پرستان و ځکه چي غلا، غصب،قتل او ….. یې دین دی ! نه اسلام! مګ کمونستانو توبی و ویستی او د خدای ته تسلیم شول خو د یوه څخه هم بلندمنزل پاتی نه شول!
ثابت سيب! محترمه
لږ سړه خوره له هر څه وړاندې متن بشپړ لوله. وحيد خو د اسلامي نظام او حدودو د نفاذ لپاره څلويښت کاله مبارزه کړي ده. البته د طالبانو ځینې کړنې په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهى عن المنکر په نوم د خلکو وهل ټکول شلافونه د کباړ په دوکانونو کې د تلویزیونونو ماتول او داسې نور کارونه اکثر طالبان هم د ځینو کړيو متحجرانه کړنې بولي خو تاسو يو څه نور هم تيز ياست. په هر حال بيا هم مننه چې کواښلى مو نه يم. اوس خو ځينې خلک سمدم پورته کړي سوک وي
ستاسو نظر ته له درنښت سره سره ځان ته د مخالفت حق خوندي ساتم
ثابته ، تاسی د جهالت لمبو کښی غرق یاستۍ بیا هم په بی شرمی سره د انصاف لرلو چیغی وهی ، د پنجابی پاکستان جاسوسی دستګاه او امریکائي ډالرو او د خلیلزاد تر نظارت لاندی طالبان د قیدانی ساختګیو ملایانو له خوا د تنظیمونو څخه هم اساسی تره د خپلو شومو هدفونو لپاره تربیه شوی دی ، په ۱۹۹۶ کال کښی امریکا د کابل په تخت کشیناول او د ارګ او وزارتونو څخه ئي غوجلی جوړی کړی وی او دی تامو مزدورو جاهلو د میرمنو علنی بی عزتیو او وهلو ټکولو باندی لګیا شول او نارینوو باندی ئي د ږیرو ډرامی شروع کړی وی ، ددوی د خپلو وحشی رفتارونو له کبله په جهان کښی ورټل شول او یوازی پنجابی پاکستان ، اماراتو او سعودی ( د امریکا په هدایت ) په رسمیت پیژندل ، لږ څه وروسته امریکا د ناچاری له خاطره داسی توطیه رامینځ ته کړه چی خپل روزل شوی طالبان د کابل څخه لیری کړی او دوی هم د مریدانو په شان بی له کوم ډز خپل روزل شوی ټاټوبی ته ولاړل او پنجابی پاکستان او د امریکا سی آی اي د فریبی لپاره څو طالبان خپل مشهور زندان ته ولیږل او بیا ئي راخلاص کړل او په صلحی پروګرام کښي ئی ورګډ کړل !!! اوس امریکا کوشش کوی چی دا اساسی تربیه شوی غلامان د نورو تربیه شوو تنظیمونو او کمونیستانو سره متحد کړی اما شکر دی ځل ئي دا پلیت او خائين پلان د ناکامی سره مخامخ دی !!!! د قیدانی وحشی طالبانو ، تنظیمونو او کمونیستانو دوران په تیریدو دی او افغان غیرتی ملت به د خپلی خاوری ملکیت په خپل تسلط کښی راولی !!!!!!
«البته د طالبانو ځینې کړنې په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهى عن المنکر په نوم د خلکو وهل ټکول شلافونه د کباړ په دوکانونو کې د تلویزیونونو ماتول او داسې نور کارونه اکثر طالبان هم د ځینو کړيو متحجرانه کړنې بولي»
وحید سیب
دبیدینو سیکیولرانو نه ګیله نسته، هغوی هسی ددرواغو او فریبونو ګوډی دی. تاسو چه داسلامی نظام طرفداران یاست او ماهم دا تمه له تاسو درلوده نو دسیکیولرو لفظ په غیر مقید ډول ویل زه حیران کړم.
بیا هم ستاسو انصاف ته ګورو چه دامر بالمعروف اعمال دغربیانو او ملی مزدورانو په تله متحجرانه دی.
سوال داده چه یو مسلمان ولی دملحدو ایدیالوجیک اصطلاحګانی استعمال کړی؟
سلام
تواضع داده چې څنګه یې کوی او خپل ځان ته له هغه بهتر تواضع ګوری. دنیکی اغاز تریخ انجام یې خوږ وی ولې برخلاف دګناه پیل خوږ او پای یې تریخ وی .اوهمدارنګه په انسانانو کې ذلیل ترین درویش هغه دی چې دامراء وو خوش امدی کوی. له بده مرغه موږ خپله ډېرې سهوې او تېروتنې وکړې.
ماته یوه لطیفه را یاد شوه وايي : چې یوه مصور خپله پېشه پرېښوده اوطبابت یې بیل کړ چا ددې کار د علت پوښتنه وکړه په بدل کې یې بل سړی جواب ورکړ چې دمصور غلطی هرڅوک نیولی شی مګر دطبیب غلطی په ځمکه کې چپ پاتې کیږی.
مقایسه نه ،بلکې دابزارو ،امکاناتو، مرییتوب،او د سیاسی ابعادو مضاعف اواجزا باندې طرحه ده:
مردارخور مارکسیستان خو موږ له ځایه پېژنو اوس ارګ کې دی زموږله یاده وتلی نه دی چې بیګناه محصلین او متعلمین یې زموږ مخکې برق ته ورکول ا و د دروغو تحقیق یې د حزبی فعالیتونو مقام اوقدرت لپاره جوړاوه. دادلندن او لویدیزیځې نړۍ تکنیشن ، سیکیولران ،سلاکاران ، جاسوسان اود ناتو غلامان چې اوس کمونستانو ته د شهادت لقب ورکوی چېرې ول .داشاشجاع ګان ولې دمیرویس نیکه شملې ته اهانت کوی؟ غیرت، عزت ،وجدان او ایمان خو ځان ته جهان بینی ده . په دالرو ،قدرت او دشتولتن بیرګ په ها ها نه اخیستل کیږی .
ثابت سيب
خدا را! عذر درته کوم د خپلو مشرانو په حماقتونو باندي د ادب او درنښت په چوکاټ کې نيوکې وکړئ. د اسلام او ديموکراسي له ادرس څخه يې مه توجیه کوئ!
له خپلو مشرانو او خپلو ډلو څخه د هندوانو غوايي مه جوړوئ چې هرڅه يې مقدس وګڼل شي. که رسول الله او حضرت عمر فاروق په نيوکو نه غوسه کيده او منتقدان يې د سيکولر په شلاق نه وهل نو تاسو څنګه او ولې دغه کار موجه ګڼئ
وحید سیب په احترام سره
خبره دمشرانو بدی نده. خبره دهغه لپاره نامناسب لفظ استعمالول دی.
زه هم له مجاهدینو او هم له طالبانو په منډه تښتیدلی کس یم. دسقاویانو او شجاعیانو سره همکاری می دایمان بایلل ګڼلی او له طالبانو سره په فروعاتو کی مطلق اختلاف.
اوس ددی وخت ندی چه دهغوی جزیی نافهمی ته تحجر وویل سی. زه داسی اصطلاحاتو دکمونستانو له وخته ځورولی یم او هیله تاسو یی بیا تکرار نکړی. دا سی الفاظ پټی ماناوی لری او داسلام لپاره استعمالیږی. دمشرانو تنقید درسره تاییدوم ولی نه دپردیو په خبرو کی.
وماعلینا الا البلاغ