سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د هرات اختیارالدین کلا

د هرات اختیارالدین کلا

خان محمد ستانکزی / پراګ

د اختیارالدین کلا چې د سکندرۍ کلا او د هرات ارګ په نامه هم یادیږي د هرات ښار په زړه کې پرته ده. دغه کلا د عیسی (ع) له میلاد نه ۳۳۰ کاله مخکې افغانستان ته د لوی سکندر او د هغه د لښکر د راتګ په وخت کې جوړه شوې ده.

ډېرو امپراتوریو له دغې کلا څخه د خپلې پلازمېنې په توګه کار اخیستی دی، او د پېړیو په بهیر کې ډېر ځلې ویجاړه او بیا جوړه شوې ده.

د هرات ملي موزیم په دې کلا کې واقع دی، او د کلا مالکیت د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت په لاس کې دی.

له سیمې نه د سکندر له تګ څخه وروسته د پارتیانو، کوشانیانو،‌ ساسانیانو، هیپتالیانو، امویانو، طاهریانو، صفاریانو، سامانیانو، سلجوقیانو، غزنویانو او غوریانو په شمول واکمنانو په هرات واکمني لرله او له دغې کلا څخه یې استفاده کوله چې په ۱۱۷۵ کې هرات د دې کلا له امله د غوریانو د لړۍ یو مهم ښار وو.

اختیارالدین کلا په ۱۲۲۱ کې د مغولي لښکر له خوا سخته ویجاړه شوه خو وروسته کرتي واکمنو بېرته جوړه کړله.‌ کرتي امیر فخرالدین په ۱۲۹۹-۱۳۰۰ میلادي کې د دغې کلا برجونه او دېوالونه قوي کړل.‌ اختیارالدین چې دا کلا یې په نامه نومول شوې ده د کرتيانو د واکمنۍ یو امیر یا نظامي قوماندان وو چې دغه کلا یې بیا رغولې وه.

په ۱۳۸۰ میلادي کال کې د تیمور لښکر اختیارالدین کلا خرابه کړه خو وروسته په ۱۴۰۵ – ۱۴۴۴ کې یوه تیموري واکمن شاه رخ جوړه کړه او خپله پلازمېنه یې هرات ته ور انتقال کړه.‌ هغه د کلا دېوالونه په ډبرو او پخو خښتو کلک کړل او د دېوالونو په بهرني اړخ یې کاشي ولګول.

په ۱۸مه پېړۍ کې د هوتکي او دراني امپراتوریو پر وخت له دې کلا څخه د استوګنځي، خزانې، محبس او د سلا کوټ په توګه کار اخیستل کېده، او په ۱۹مه پېړۍ کې د افغان – انګلیس جګړې پر وخت بیا زیانونه ور ورسېدل.‌

په ۱۹۵۰مو میلادي کالونو کې پخواني پاچا اعلیحضرت محمدظاهرشاه د دغې کلا د پوره ورانېدلو مخه ونیوله، او د ۱۹۷۶ او ۱۹۷۹ تر منځ یونیسکو په کې ډېرې کیندنې وکړې او بیا یې ورغوله.‌

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته او د کورنیو جګړو پر وخت دا کلا بیا له خرابۍ سره مخامخ شوه،‌ خو په وروستیو کالونو کې څو نړۍ والو موسسو بیا له سره ورغوله. د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ میلادي کالونو تر منځ د اختیارالدین کلا د اغاخان فنډ په مرسته او د متحده ایالاتو او جرمني د ۲.۴ میلیونو ډالرو په لګښت بیا ورغول شوه چې اوس یې ډېرې برخې د لیدونکو پر مخ پرانستې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی