سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان کې روان تاوتریخوالی هیچا ته د منلو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې روان تاوتریخوالی هیچا ته د منلو نه دی

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۲۳ مه ) ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د هیچا لپاره د منلو نه دی او د افغان سولې ټول ملاتړي اړخونه د روان وضعیت مخالف دي.

دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د سکرټر جنرال ځانګړي استازي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په لېدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې ملګري ملتونه او ټول هغه اړخونه چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي د اوسني تاوتریخوالي او روان وضعیت مخالف دي.

د خبرپاڼې په وینا ملګري ملتونه ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره ودرړل شي او یو دایمي اوربند رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوربند د تامین لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې روانې جګړې ژر تر ژره ختمې شي.

د سرچینې په وینا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د سولې په راتګ کې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مرسته او همکاري اړینه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د سولې د راوستو لپاره دې خپل فشارونه ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې په مکه کې د افغانستان سولې په اړه د سعودي عربستان په کوربه توب د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو هم ګډه ناسته کړې وه او روانه جګړه یې نا مشروع اعلان کړه.

خو سربېره پر دې لا هم طالبانو په خپلو بریدونو کې شدت راوستی چې هره ورځ پکې د دواړو لوریو ترڅنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی