سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeټولنیزتاریخميرويس نيکه | بشیراحمدرایان

ميرويس نيکه | بشیراحمدرایان

داسي اټکل کيږي چي ميرويس خان په ١٠٨٤ هـ ق / ١٦٧٣م کال کي زېږېدلى دى. پلار يې ښالم خان نومېدى چي د هوتکو د قوم يو منلى مشر وو.

 مور يې نازو انا د سلطان ملخي د غرځو د مستقل حکمران لور وه، چي په پښتونولي يې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه. کله چي ميرويس نيکه پيدا کېدو، نو نازو انا خوب ولېد چي:”بېټ نيکه ورته راغى، هغه ورته وويل زما لوري! دا زوى ښه وروزه، کوم وخت چي ستا دغه زوى لوى شي، ستر کارونه به وکړي، حج ته به ولاړ سي. زما لوري! د ده په روزنه کې غفلت ونه کړي، د ده له نسله به نيک شاهان پيدا شي چې دين ته به رڼايي ورکړي، د ده په پالنه کې زيار باسه او پاملرنه کوه، د ده په اوږو د لويو کارونو انجام پروت دى.” ميرويس خان په زلميتوب کي د وخت زياتره مروجه علوم لوستي و او وروسته په سوداګري بوخت شو.

له خراسانه به يې مالونه هندوستان او د هغه ځايه به يې هيواد ته راوړل، ګټه به يې هم کوله او د نورو خلکو له حاله به هم خبرېده. ميرويس نيکه ځوانۍ ته له رسېدو وروسته د جعفرخان سدوزي لور خانزادۍ ځان ته وغوښته او واده يي کړ. کله چي صفوي شاه حسين په ١١٠٦ هـ ق يا ١٦٤٩ م کې په ايران کې پاچا سو، نو ګورګين يې چې په اصل کې ګورجي او د ګورجستان اوسيدونکى وو، په داسې حال کې چي نوي مسلمان سوی و، کندهار ته د خپل حکومت د نماينده په توګه را ولېږه. ګورګين چي ډېر ظالم او بې رحمه انسان وو، پر افغانانو يې ظلمونه پيل کړه . هيڅ څوک نه وو چي د دې بېګنا خلکو ناره واوري . د خلکو ږغ تر هيڅ ځايه نه رسېدئ او ډېر افغاني مشران د ګورګين له خوا ووژل سول .

د خلکو د اميد سترګي يوازي او يوازي ميرويس خان ته چي دهوتکو مشر وو؛ وې . هغه وو چي د هغه څخه يې غوښتنه و کړه . ميرويس خان هم د خلکو او هيواد خدمت تر هرڅه ښه وباله ، سوداګري يې پرېښوده او د هيواد خدمت ته يې ملا وتړله . لومړی يې د خلکو تر منځ ملي يو والی مينځ ته راووست او بيا يې ګورګين ته ځان نژدې کړ،خو ګرګين په ده بې اعتباره شو، ده يي اصفهان ته وليږه او شاه حسين ته يي په پټه حال وليږه ، تر څو يي هلته نظربندکړي. شاه حسين ميرويس خان هلته نظربند کړ ، خو ميرويس نيکه په خپل خداي ورکړي استعداد ، د اصفهان په دربار کې نفوذ وکړ، د ميرويس خان پوهي او قوي منطق نه يوازي ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ، بلکي په ډېر درناوي يې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه .

 تر حج وروسته بيرته د اصفهان دربار ته راغئ او د هغه ځايه يې ګورګين ته د مشوره ورکوونکي په توګه د مقررئ رسمي فرمان واخيست او کندهار ته راغئ . ګورګين پدې کار ډېر وارخطا سو او د ميرويس خان څخه يې وغوښتل چي خپله لور د ګورګين زوی ته په نکاح کړي. ميرويس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندي کړه . مشرانو پرېکړه و کړه چي يوه بله ښځه به د ميرويس خان د لور په نامه ورکړي،ميرويس خان دامشوره ومنله او خپله يوه وينځه چي ډيره ښکلې وه ، دلور په نامه ګورګين خان ته ورکړه.

 دا کار و سو او مير ويس خان څه نور هم د ګورګين دربار ته لار و موندله . د ملي پاڅون د پاره يې يوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه يې و کړه چي لومړی دي د بلوڅو ، ترينو او کاکړو خانان دې ته وهڅول سي، چي صفوي حکومت ته د ماليې ور کولو څخه ډډه و کړي، هغوى همداسي وکړل . ګورګين خپل شپږزره کسيږ لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه ، پخپله هم ورپسې رهي سو او د ميرويس خان څخه يې هم وغوښتل چي هلته ورسي . ميرويس خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه . د شپې يې پر ګورګين حمله وکړه ، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه يوړ. پخپله يې د ګورګين کالي واغوستل او د هغه د وژل سو پوځيانو کالي يي په خپلو پوځيانو واغوستل . دکندهار ښار ساتوونکو چي کله خپل عسکر په راتلو ولېدل ، دکندهار ښار دروازې يي ورته خلاصي کړي، ميرويس خان په کندهار ښار ننوت او دايراني پوځ په وژلو يي لاس پوري کړ ، ښار يي ونيو او ملي جرګه يي راوبلله ، ملي جرګې دى په ١١١٩ هـ ق (١٧٠٩ز) کې دپاچا په توګه وټاکه .

ميرويس نيکه له پاچا کېدلو وروسته دکندهار ښار ديوالونه ترميم کړل، په ښار کې يي غله او وسله راجمع کړه، دکندهار ښار خلک يي سره راټول کړل او ورته يي وويل : “که چيري په تاسو کې داسي خلک وې چي دازادې په دې لوى نعمت چي موږ په ډيره اسانې سره ترلاسه کړى، خوښ نه وي.هغوى دې ځان څرګند کړي او له همدې جرګې څخه دې ووزي، هيڅوک به په هغوى غرض نه کوي، داسي خلک بي شکه ددې ازاد رياست دپولې نه بهر ديوه نوي ظالم پادشاه تکل کولاى شي.” دايران صفوې دربار چي کله دميرويس نيکه له پاڅون او دګرګين له وژلو خبر شول ، دخسرو خان چي دګرګين وراره و،په مشرى يي لس زره کسيز ځواک دکندهار په لوري ولېږداوو. خسرو خان له لس زره کسيز لښکر سره تر هرات راتير شو او فراه ته راغى ، ميرويس خان له کندهار څخه ورووت ، خپله دابداليانو خواته ورغى او د داود شاه په مشري يي يو لښکر دخسرو خان مخ ته ودراوو، خسرو خان په داود شاه حمله وکړه ، دوادشاه دهلمند تر سېند واوښت او ځان يي په کندهار کې محاصره کړ ، خسرو خان هم پسې راغى او کندهار يي تر محاصره لاندې ونيو. ميرويس خان چي کله دهرات له محاصرې خبر شو ، دکلات ،مستونګ ،چمن او بوري خواته ولاړ ، دهغه ځاى له خلکو او بلوچانو يي مرسته وغوښته ، بلوچانو د مرستې وعده ورسره وکړه او د خسرو خان په لښکرو يي سور اور بل کړ.

 ميرويس خان چي کله خسرو د ماتې په حال کې وليد، له شپاړس زره کسيز لښکر سره د کندهار له ښاره راووت، په خسرو يي حمله وکړه ، خسرو پر ٢٦اکتوبر ١٧١١ ز کال ماتې وخوړه او د هرات په لوري وتښتېد. ميرويس خان خسرو ته له ماتې ورکولو وروسته بېرته کندهار ته راوګرځېد، دکندهار چارې يي برابري کړي ، له ابداليانو سره يي د روغې جوړي تګلاره تعقيب کړه، بلوچان يي وستايل، د هند له ګورګانې دربار سره د نژدې اړيکو لپاره يي د هغه هيواد سره دتجارت راکړه ، ورکړه پيل کړه. صفوې دربار د خسرو له ماتې دوه کاله وروسته يو بل لښکر درستم خان په مشري دکندهار په لوري وليږداوو، خو ميرويس خان نيکه دې لښکر ته په ١١٢٦ هـ ق کال کې ماتې ورکړه .

افغان غازي د هيواد له ازادولو او د کندهار د چارو له سمون وروسته په ٢٨ د ذوالحجه حرام ١١٢٧ هـ کال له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړي او د تلپاتې دنيا په لوري يي روح والوت .انالله وانا اليه راجعون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب