جمعه, مې 17, 2024
Home+پي اېس اېل: اسلام اباد له لاهور نه خپل بدل واخیست

پي اېس اېل: اسلام اباد له لاهور نه خپل بدل واخیست

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲۳) د پاکستان سوپر لیګ ۲۰مه لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

پچه اسلام اباد وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

اسلام اباد یونایټیډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې.

آصف علي ۷۵ او افتخار احمد ۴۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

لاهور قلندرز لپاره افغان لوبغاړي راشد خان نن کوم لوبغاړی ونه شو سوځولی، خوجیمس فولکنر ۳، شاهین شاه اپریدي او حارث روف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

لاهور قلندرز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یواځې ۱۲۴ منډې وکړې.

فخر زمان ۴۴ او سهیل اختر ۳۴ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د اسلام اباد لپاره محمد موسی ۳، فواد احمد او شاداب خان ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د لاهور قلندرز په دواړو لوبو کې راشد خان ډېر ښه ځلېدلی و او په دواړو لوبو کې یې د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب