جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبشري حقونو کمیسیون: طالبانو ځینې ولسوالیو ته اقتصادي محاصره ورکړې

بشري حقونو کمیسیون: طالبانو ځینې ولسوالیو ته اقتصادي محاصره ورکړې

تاند (یکشنبه د جوزا ۲۳) طالبانو د هېواد ځینو ولایتونو کې ولسواليو ته اقتصادي محاصره ورکړي چې د خلکو ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یو شمېر ولسوالي عملاً د طالبانو په اقتصادي کلابندي کې دي، مواصلاتي لارې یې بندې دي، خلک لومړنیو اړتیاوو لکه خوراکي توکو او اساسي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

یاد کمیسیون دې وضعیت ته په کتو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، وړاندې تر دې چې دا وضعیت په یوې انساني فاجعه او بحران بدل شي باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.

بشري حقونو کمیسیون څرګنده کړې چې د جګړې د یو تکتیک په توګه اقتصادي محاصره، جنایت دی او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې هر څه ژر دې لارې خلاصې کړي څو خلک په دې بحراني وضعیت کې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب