هدايت الله هميم ||
يوه شاعر څه ښه ويلي دي:
اندېښنه كه په غره كېږدې غــر بــه هــم لـكـه اوبــه كا
خـوار سړى مـلامت نـه دى كه په غم كې ځان اوبه كا
اندېښنه يو داسې نفساني حالت دى، چې په وېره او تشنج، زياتو غوښتنو، او د راتلونكې په اړه په وېره او اندېښنه، او يا د يو شي د تمه په درلودلو، او يا د نفس په دننه كې د ځينو مجادلو او شخړو د قيود په ترڅ كې رامنځته كېږي.
اندېښنه يو ډول نفساني ګډوډي ده، چې 10 – 15 % پورې په خلكو كې رامنځته كېږي، او د عمر د زياتېدو په پړاوونو كې ډېره وده كوي، لكه له كور څخه ښوونځي ته د وتلو مرحله، او يا د ماشومتوب له مرحلې څخه د بلوغ مرحله، او د بوډاتوب له مرحلې څخه د تقاعد او لاس اخيستنې مرحلې ته انتقال، او يا د ښځينه وو د نااميدۍ او مايوسېدو عمر.
ځينې وخت د كور او يا كار او دندې د بدلون پرمهال اندېښنه رامنځته كېږي، او انسان ته اندېښنه د يو ناڅاپي اثر راتلو پرمهال پېښېږي، چې په سبب يې اندېښنه بېرته له منځه ځي، ځينې وخت له انسان سره د څو ساعتونو او يا ورځو لپاره پاتې كېږي.
د اندېښنې يو ډول دادى، چې مور د خپل ماشوم په معين وخت د نه رارسېدو په اړه اندېښمنه شي، او يا انسان د خپلې دندې او كار په باره كې مشوش وي، او يا انسان د ناروغتيا په وخت كې د خپل صحت په باره كې اندېښمن وي، او يا يو زده كوونكى د خپلو ازموينو د نتايجو په هكله اندېښمن او نارامه وي، اويا يو سوداګر دخپلې سوداګرۍ په اړه اندېښنه كوي… همدار راز اندېښنه له شمېره وتلي ډولونه لري.
انسانانو ته اندېښنه پېښېدل بېلابېل لاملونه لري، لكه د خپګان او خوابدۍ احساس، او د نارامۍ او هوساينې نه احساسول، او په اضطراري حالت كې تفكير او بې خوابي.
هېڅ داسې څوك نشته چې هېڅ وخت او په هېڅ حالت كې د اندېښنه او تشويش ونلري، ځكه چې اندېښنه يوه طبيعي خبره ده، اما كله چې اندېښنه تر څو ورځو، مياشتو او حتى ترڅو كلونو پورې دوام وكړي، نو پايله او عاقبت يې ښه نه دى ګڼل شوى. ځينې داسې خلك شته چې د ډېر بې ارزښته او مبتذل څيز په اړه اندېښمن وي، غمونه او شكونه لاره ترې وركه كړي، او ټول وخت اندېښمن او خواشينى وي.
كه غواړئ چې د اندېښنې مخنيوى وكړئ نو خپل نفس او موازينو ته مراجعه وكړئ، او په خپلو امورو او وضعيت كې فكر وكړه.
د اندېښنې د مخنيوى او خلاصون په موخه ځينې مشورې وړاندې كېږي هيله ده پاملرنه ورته وشي:
1. د خپلې ورځنۍ دندې په حدودو كې ژوند وكړه او د راتلونكې په اړه اندېښنه مه كوه، او د روزۍ د كمښت تشويش مه كوه، ځكه چې رزق يواځې د الله په لاس كې او هرچا ته روزي رسوونكى دى:(وفي السماء رزقكم وما توعدون). د الذاريات سورت ۲۲ ايت.
2. په تېرو شوو څيزونو كې فكر مه كوه، ځكه چې هرڅومره هڅه وكړې، تېر شوى څيز بېرته نشي راګرځول كېداى، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايي:”كه تاته څه پېښ شي نو دا مه وايه چې كه مې دا كار كړى واى نو داسې به شوى واى، بلكې داسې ووايه چې دا د الله د تقدير او خوښې كار و، ځكه چې د (لو)_كچېرې_ كلمه د شيطان كار پرانيزي”. د مسلم او احمد په روايت.
3. له پرېكړې مخكې د حقايقو په اړه ښه فكر وكړه، كله د چې يوه هوښيارانه پرېكړه وكړه، له تشويش پرته يې تنفيذول پيل كړه او له الله څخه مرسته وغواړه..
4. د الله تعالى په تقدير او قضاوت خوښ اوسه، مسلمان د ژوند له مصيبتونو څخه نه ويرېږي، د مسلمان په هركاركې خير وي…
5. ددې پرځاى چې خپل غمونه او ستړتياوې وشمېرې، د الله تعالى له تاسره كړي نعمتونه وشمېره، الله تعالى فرمايي: ” وإن تعدوا نعمة الله لا تحصوها” د ابراهيم سورت ۳۴ ايت.
6. د بې ارزښته او مبتذلو امورو په اړه هېڅ فكر مه كوه، كوچنۍ ستونزې مه پرېږده چې ستا لويې خوښۍ له منځه يوسي، او خپل ځان ته دا اجازه مه وركوه چې د بابيزه او بې ارزښته كارونو لپاره هيجاني شې.
7. خپلو امورو او كارونو ته له خپلې برخې زيات استحقاق مه وركوه، د يو شي ارزښت وپېژنه، او هر شي ته د هغه له اهميت سره سم حق او ارزښت وركړه.
8. په خپل كار كې بوخت اوسه او په پوره مهارت سره سرته ورسوه، كه څه تشويش درته پيدا شي په خپل كار او يا كوم بل ګټور كار باندې ځان مصروف وساته..
9. اناني او خود غرضه كېږه مه، او نورو خلكو ته هم يوڅه اهميت وركړه، او هره ورځ يو داسې ښه كار ترسره كوه چې د نورو خلكو د خوښۍ او مسكا سبب شي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: ” بهترين د كارونو دادى، چې خپل يومسلمان ورور خوشاله كړې، او يا يې پور ادا كړې، او يا وچه ډوډۍ وركړې”.
10. په خپل كار كې يواځې د الله رضا هدف وګرځوه، او له هېچا څخه د مننې تمه مه كوه. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايي: ” بېشكه چې اعمال پرنيتونو پورې اړه لري، او هرچا خپل نيت ور رسېږي”.
11. پر هغه كار ډېر تركيز او ټينګار وكړه چې صحيح او رښتيا درته ښكاري، او د نورو خلكو ملامتيا ته غوږ مه نيسه، او كچېرې مو تېروتنه وكړه، بېرته راستنېدنه ترې بهتره ده.
12. د خپلو هغو تېروتنو لپاره چې خپل ځان ته د ملامتيا حق وركوې، يو ياداښتي كتاب وساته، نوموړي كتاب ته هر وخت مراجعه كوه، ترڅو د خپل مستقبل لپاره ګټور عبرتونه ترې واخلې. او پدې پوه شه چې دا ګرانه ده چې همېشه د تاسې په حق او صحيح ياست، لدې كبله د خيرغوښتونكو او نيكانو د نيوكې او نصيحت مخنيوى مه كوه.
13. له خپلو دوښمنانو څخه د غچ او كسات اخيستلو هڅه او فكر مه كوه، كه يې هڅه وكړې، نو تر خپل دوښمن زيانمنولو څخه به خپل ځان ډېر زيانمن كړې.
14. كوښښ وكړه چې منفي څيزونه مثبت ته واړوې… د ډيل كارنجي متل دى چې وايي: ” كه مخې ته مو تروش ليمو وي، نو كوښښ وكړئ چې خوندور او خوږ مشروب ترې جوړ كړئ”… او همېش د خوشالۍ په فكر كې اوسه، د خپل ځان عادت يې وګرځوه، چې سعادت د په برخه شي.
15. خپل ځان وپېژنه او د بل چا تقليد او ورته والي كوښښ مه كوه، او له هېچا سره كينه مه كوه، ځكه چې الله تعالى ځينې خلك پر نورو برتر ګرځولي دي او وايي: ” وهو الذي جعلكم خلائف الأرض ورفع بعضكم فوق بعض درجات ليبلوكم في ما آتاكم ” د الانعام سورت ۱۶۵ ايت.
16. په خپله دنده او كار كې راتلونكي قواعد تعقيب كړه:
– له ستومانۍ مخكې دمه وكړه.
– كله چې ستونزه مخې ته درته راشي، له ظهور سره سمه يې چاره وكړه.
– خپل كار ته داسې څه ور اضافه كړه چې خوښي مو لازياته شي.
– نظم او ترتيب خپل عادت وګرځوه.
– لمړى اهم او بيا مهم كارونه ترسره كوه.
– د نن ورځې كار سباته مه پرېږده.
– له خپل وس او توان څخه زيات كار مه كوه.
17. د ګناه كولو د احساس عقدې ته مه تسليمېږه، ځكه چې الله تعالى غفو او رحيم ذات دى.
18. كله چې د اندېښنې او وېرې شيبې درته راورسېږي، نااميده او نارامه كېږه مه، ښايي چې دا د الله لخوا ستا ابتلاء او ازموينه وي، بايد له صبر او زغم څخه كار واخلې او يواځې له الله تعالى څخه مرسته وغواړې.. الله تعالى فرمايي: ” ولنبلونكم بشيء من الخوف والجوع ونقص من الأموال والأنفس والثمرات وبشر الصابرين * الذين إذا أصابتهم مصيبة قالوا إنا لله وإنا إليه راجعون ، أولئك عليهم صلوات من ربهم ورحمة ، وأولئك هم المهتدون” د البقرة سورت ۱۵۷-۱۵۵ ايتونه. او بل ځاى فرمايي: ” إنه لا ييئس من روح الله إلا القوم الكافرون”. د يوسف سورت ۸۷ ايت.