یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeادبله زندانه تر زندانه (لنډه کیسه) بارکوال میاخېل

له زندانه تر زندانه (لنډه کیسه) بارکوال میاخېل

سباوون دوه درې کتابونه تر څنګ نیولي د کور د کوڅې له سره داسې په منډه را روان وو تا به ویل څوک تر شا ورپسې دي، د کو په وره ځړېدلې خیرنه پرده یې په په زوره پورته کړه او په بیړه کور ته ننووت، مور یې د زوی په لیدو ژر پېغلې لور بدرۍ ته ور ږغ کړل:
– څه سوې ورور دې له کالجه راغی زر مړۍ ورکه.
سباوون سترګې را کښلې وې، کوټې ته د ننوتو په وخت یې په غوسه وویل «مړۍ پرېږده نه یم وږی»، کتابونه یې د کوټې تاخچې ته له لرې ور وغورزول او لا یې تور پالش کړي ګوټونه نه وو کښلي پختنځي ته تېز ورغی، بدرۍ پر اور پراته دېګ کې چمچۍ وهله، د ده له بړزن ږغ سره له ډاره پورته وغورزېده:
– مردارې ته بیا په وره کې ولاړه وې، غواړې په دغه چمچۍ دې سر در وکوټم
بدرۍ په دېګ کې چمچۍ نیولې لکه لاس چې یې وچ شي، غلې وه، په کیڼ لاس یې له سره ښویېدلی ټیکری سم کړ، لا یې جواب نه وو ورکړی چې سباوون بیا پرې ور بړچ وهل:
– ګوره که مې بل وخت بیا په وره کې ولیدې، بیا به دې پختنځي ته نه را ننوزې اورې
او بیا هغسې تېز و ووت، بیرته خپلې کوټې ته ننووت، ګوټونه یې وکښل، ورغی په مخامخ هینداره کې یې وکتل، په تازه راغلیو برېتونو یې ګوتې ووهلې، لږ ګړۍ وروسته د مور څنګ ته ناست وو ډوډۍ یې خوړله، د مور د سر په وېښتانو کې یې سپین پیدا شوي وو، په لاس یې د یو ښځینه کمیس ګرېوان ګانډه، سباوون ګرېوان ته ځیر وکتل:
– ادې ته یې ودوې او دا مرداره تر اوسه په دروازو کې ولاړه وي، خلک به څه وایي، که یې مېړه خبر شو شرم دی.
مور یې د ستنې د کار لپاره په ګوته کړې ګوتمۍ د حیرانۍ په ډول په غاښ کې ونیوله او په ورو او مهربانه ږغ یې وویل:
– زویکه دا میراث مړې چرګې وتلې وې په هغو پسې یې سر ور ښکاره کړ، ځیرک هم سکول ته تللی وو ګنې نور خو بدرکې د ګلۍ مخ هم نه دی لیدلی.
د سباوون زړه ته د مور خبره ولوېده، خو په زړه کې یې دا خبره ور ونه ګرزېده چې بدرۍ ته د کړې غوسې کفاره ادا کړي او په مینه ورته ووایي چې مخکې نه وو پوهېدلی.
ډوډۍ یې وخوړه، موبایل یې له جېبه را وکیښ، فېسبوک یې پرانیست، اړاوه یې را اړاوه یې، د یوې ښکلې نجلۍ عکس مخې ته ورغی چې د الوتکې د پایلټ په ځای کې ښکارېده، ورته لیکلي وو «د نړۍ تر ټولو کم عمره پایلټه»، خوند یې ورکړ او سمدستي یې د زړه لایک ورکړ. څو شېبې وروسته بدرۍ هم راغله او د مور څنګ ته کښېنستله، له خپلې بوخڅې یې یو نیمګړی تپور را و ایست، خټین دېواله ته یې تکیه ووهله، تپور یې پر جګه ګونډه ورته وغوړاوه، د کار ګوتمۍ یې په ګوته کړه او کار یې پیل کړ، سباوون له موبایله بدرۍ ته مخ ور واړاوه:
– داسې کارنده خورکۍ به د هیچا هم نه وي، خسرګنۍ یې نور له خدایه څه غواړي.
بدرۍ غلې موسکا وکړه خو په خوله یې څه ونه ویل، لا یې لس منټه کار نه وو کړی چې د وره کړپ شو، ځیرک را ننووت، دوولس کلن ځیرک د سکول بسته د بدرۍ پر ګونډه کښېښووه چې کوټې ته یې یوسي، لږ ګړۍ وروسته د ځیرک مخته هم ډوډۍ پرته وه، بدرۍ لا بیرته کار ته نه وه کښېنستې، ده ورباندې امر وکړ:
– زما د لوبو ماسۍ (جرابې) دې مینځلې دي که نه زه ماسپښین میدان ته ځم، زما ګوټونه هم سم سپا که هغه بله ورځ په باران کې سم په خټو لړلي دي.
بدرۍ ګوتمۍ ګوتې ته کړه او لا یې ستن تر تپاره نه وه کښلې، په مینه ناک انداز چې پر څېره یې ماڼېجنه موسکا خپره وه جواب ورکړ:
– ورورکه ستا او د سباوون کارونه به زه څنګه ځنډوم، ځان خو مې نه دی له غاړې.
ځیرک پر دې خبره داسې د ویاړ ساه واخیسته، لکه دی چې د یو لوی سلطنت باچا وي او یو غلام یې په ډېره عاجزۍ سره د امر پر ځای کولو ته سر ټیټ کړی وو. په خورا نرواک غرور یې ورته وویل:
– شابش بدرو، خو بس دغه څو ورځې دي، بیا به د لېورونو چوپړ وهې.
له دې خبرې سره ځیرک هم له جېبه موبایل را و ایست، تر سباوون د ده موبایل هم کم نه وو، د سترګو په رپ کې یې ټیک ټاک خلاس کړ، غوږۍ (اېرفون) یې غوږ ته واچولې، ویډیوګانې یې اړولې را اړولې، د لایو آپشن یې کلیک کړ، د بېلابېلو خلکو لایو خبرو ته تم شو، خو یو لایو یې پر زړه ولګېد، یوې سوربخونې سپینې نجلۍ له یو ببرسري تورپوستي ځوان سره سندرې ته نڅا کوله، نجلۍ جګه، نرۍ، توربخون طلایي وېښتان، خورا ښایسته وه، ده هم یو په بل پسې زړونه ور وویشتل.
د لوی اختر پینځمه وه، بدرۍ زرین ته واده شوه، زرین تر کوزدې مخکې له پوهنتونه فارغ شوی وو او اوس تازه یې له یوې داسې انجو سره کار پیل کړی وو چې «په ټولنه کې د ښځو د برابرۍ او اقتصادي پیاوړتیا» لپاره یې کار کاوه، بدرۍ تر واده مخکې د زرین کور نه وو لیدلی او له واده وروسته یې بیا ډېره موده د خپل پلار کور ونه لید، ځکه چې د ورور سباوون په بدل واده شوې وه او ورور یې د دې له ورېندارې «نېکمرغې» سره بد کول او د پلار کره یې نه پرېښووله ځکه نو دواړه د پلارګنۍ له لیدو محرومې وې.
د مارچ اتمه وه، بدرۍ په سپېدو لا را ویښه شوې وه، د زرین سپینې کاټن جامې او توره کورتۍ یې ایستري کړي وو، د تېرو څوکو نصواري ګوټونه یې داسې ور برېښولي وو چې مخ پکې لیدل کېده، خو په دې نه وه خبره چې خاوند یې نن کوم جشن او که د چا واده ته بلل شوی دی چې داسې ځان تیاروي، سهار نهه بجې زرین ځان تیار کړی له خپلې کوټې را و ووت، داسې تیار او سینګار ښکارېده تا به ویل د دې ښار واکمن دی، د وره خواته روان شو او بدرۍ ته یې په آمرانه انداز وویل:
– که ور چا ټکاوه دلاور ور لېږه خپله مه ورځه.
بدرۍ غلې تر شا پسې ورغله او د کور ور یې پسې بند کړ، د کور لوی غولی یې له معمول سره سم وختي‌ لا جارو کړی وو، سکول ته تلونکو درو لېورونو ته یې ناشته ورکړې وه او د هغوی لوښي یې ومینځل، له خپلې، د خواښې او خسر، د لېورونو او یوې ندرور له کوټې یې خیرن کالي را و ایستل او د جامو مینځلو ځای ته یې را غونډ کړل.
ماسپښین وو چې د کور ور یې وټکېد، پینځه کلن لېور دلاور یې ور واستاوه، خو تر وره خلاسېدو مخکې د وره له شا د یوې ښځې ږغ شو:
– پولیو والا یو که مو کوشنیان وي چې څاڅکي ورکړو.
بدرۍ ژر دلاور را کش کړ، په زړه کې یې د ورور سباوون او خاوند زرین هغه خبره ور وګرزېده چې یوه ورځ یې په خبرو خبرو کې ویل، دا پولیو څاڅکي هسې د غرب یوه دسیسه ده او دا خصوصاً د هلکانو مردانه قوت ختموي. بدرۍ په بیړه د وره شاته ولاړې ښځې او ورسره ولاړ د پولیو ټیم همکار ته ږغ ور وکړ:
– خورې موږ کوشنیان نه لرو بل وخت مه راځئ.
څو شېبې وروسته یې ور خلاس کړ او سر یې پسې ور وایست چې د پولیو ټیم کسان تللي‌ دي‌ که لا په کوڅه کې ولاړ دي، اول یې ښۍ خواته وکتل او لا یې کیڼې خواته لا مخ نه وو اړولی چې په زرین یې سترګې ولګېدې، په بیړه یې ور بند کړ، زړه یې دربېده او په منډه لاړه په پختنځي کې په کار بوخته شوه، څو شېبې وروسته ور وټکېد، ګومان یې کاوه زرین به نه وي لیدلې، بیا یې دلاور ور واستاوه، خو د وره له خلاسېدو سره یې یو ډډ ږغ واورېد:
– هغه بله د سپي لور څه شوه چې تر اوسه په وره کې ولاړه وه اوس یې بیا ته را واستولې.
بدرۍ په پاخه سیمټي پختنځي کې د بجلۍ پر دوو هیټرونو پرتو دېګونو ته ناسته وه، د یوه دېګ سر یې خلاس کړی وو او چمچۍ یې پکې وهله او د زرین ناببره چیغې یې رېږدېدونکی زړه لا پسې واچاوه:
– ګوره نن خو وره ته ورغلې وې، بل وخت که مې په وره کې ولیدې، بیا به په دې کور کې نه یې او سمه به دې ور خوشې کړم، ازادي ډېر خوند درکوي.
بدرۍ غلې وه، په لاس کې نیولې چمچۍ یې داسې وچه ودرېده چې د لاس او چمچۍ فرق یې ورک شو تا به ویل چې لاس یې په دېګ کې اچولی سوځي او دا ږغ نه کوي.
زرین د بدرۍ په دې پټخولي حالت یو ډول پر خپل نارینه غیرت باندې د خوښۍ احساس وکړ چې څنګه یې مېرمنې جواب ور نه کړ، په لاس کې یې یو فایل نیولی په غټو ګامونو خپلې کوټې ته ننووت، په څو شېبو کې یې جامې بدلې کړې، پر خپل پلنګ اوږد وغزېد، په موبایل کې یې د نننۍ ورځې عکسونه ور واړول، غوښتل یې په بیړه یې پر فېسبوک پوسټ کړي، اکثر یې هغه عکسونه انتخاب کړل چې د خپل دفتر له ښځینه همکارانو یا د غونډې له ګډونوالو ښځو سره یې اخیستي وو، په هغوی کې د ژوند د هرې څانګې ښځې شاملې وې، ځان ورته لوی سړی ښکاره شو چې څنګه د داسې رسېدلیو ښځو په منځ کې ولاړ دی، خو لا یې عکسونه پوسټ کړي نه وو چې تېره چیغه یې وکړه:
– دلته راشه اې بلاګۍ.
ږغ یې له کوټې بهر ټولو واورېد خو بدرۍ پوه شوه چې دا یادوي، د سترګو په رپ کې یې د لېورونو د کوټې غلسخانې ته وړونکې د اوبو ډکه بالټۍ کښېښووه او په منډه ورغله، زرین لا موبایل مخ ته نیولی وو او دې ته یې نه کتل خو په غرور یې ورته وویل:
– لس میاشتې وشوې د پلار کره نه یې تللې، پرېږده یې موږ بد نه خوښوو، سبا له دلاور سره لاړه شه او پینځه شپې وکه خو ګوره چې تر چادرۍ سترګې یوې بلې خواته ونه څکوې.
بدرۍ غلې وه، زرین لا هغسې پر موبایل سر ځړولی وو، د غلې سلګۍ ږغ یې تر غوږ شو او چې سر یې را پورته کړ بدرۍ له کوټې وتلې وه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
8 مارچ 2025
ویرجینیا- امریکا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...