جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د فکر کولو ۷ ډولونه - ژباړه او تدوین: خیبر وصال

د فکر کولو ۷ ډولونه – ژباړه او تدوین: خیبر وصال

اکثره خلک یوازې په ۱ یا ۲ ډول فکر بسنه کوي.

خو هوښیار خلک؟

هغوی ټول ۷ کاروي!

انتقادي فکر: هر څه مه منې. پوښتنه وکړه! وګوره چې رښتیا دي که نه. دا ستا د “ریښتیا کشف کوونکی” دی.

تحلیلي فکر: لویه ستونزه ټوټه ټوټه کړه. لکه پزل، یوه یوه ټوټه ځای پر ځای کړه. ناممکن ناڅاپه ممکن کېږي.

خلاقانه فکر: کله چې عادي لارې نور کار نه کوي، نوې لارې جوړوه! نوې اړیکې، نوې حللارې، نوې مفکورې.

مفهومي فکر: لوی تصویر وګوره. نور خلک په جزیاتو کې بند پاتې وي، خو ته هغه بڼې ویني چې نور یې نه شي لیدلی.

عیني فکر: د ریښتیا پر حقایقو تکیه وکړه. هغه څه چې لیدل او اندازه کېدلای شي. خوبونه په حقیقت بدلوي.

متمرکز فکر: کله چې یوازې یو درست ځواب وي، دا تا ته ژر تر ژره لاره ښيي.

متفرق فکر: یو مشکل، لسګونه حلونه. هیڅ نظر په پیل کې بې‌ځایه نه دی. ډېر انتخابونه = ښه پرېکړې.

بشپړه بڼه

اکثره خلک یوازې په ۱ یا ۲ ډول فکر باندې تکیه کوي.

خو هوښیارترین خلک؟

هغوی ټول ۷ ډولونه کاروي.

زه به تا ته وښیم چې فرق په کوم کې دی:

انتقادي فکر هغه ځای دی چې هر څه ترې شروع کېږي.

یعنې مخکې له دې چې څه ومنې، پوښتنې کول.

کتل چې یو څه رښتیا دي که نه.

نه دا چې یوازې هر څه واورې او ومنې.

دا د رښتیا پېژندلو اله ده.

بې له دې، تا ته خطر دی چې د غلطو مالوماتو پر بنسټ بدې پرېکړې وکړې.

تحلیلي فکر تا سره د لویو ستونزو په حل کې مرسته کوي،

د دې له لارې چې هغه په وړو ټوټو وویشې.

لکه څنګه چې یو پزل ټوټه په ټوټه حل کېږي.

هغه څه چې ناممکن ښکاري، ناڅاپه ممکن کېږي.

خلاقانه فکر هغه وخت مرسته کوي چې عادي لارې نور کار نه کوي.

دا د نوو اړیکو لیدل دي.

د نوو حللارو موندل.

له نورو څخه په بل ډول فکر کول.

همدلته نوې لاسته راوړنې رامنځته کېږي.

مفهومي فکر د لوی تصویر لیدل دي.

نور خلک په وړو جزیاتو بند پاتې کېږي،

خو ته ویني چې هر څه څنګه سره نښتي دي.

ته هغه بڼې پېژني چې نور یې نه ویني.

ته ژورې ماناګانې درک کوې.

عیني فکر ستا پښې په ځمکه ساتي.

دا د هغو حقایقو په اړه دی چې لیدل او اندازه کېدلی شي.

د ریښتینو شیانو په اړه، نه یوازې د مفکورو.

په دې سره خوبونه په حقیقت بدلېږي.

متمرکز فکر (Convergent) ستا سره مرسته کوي تر ټولو ښه ځواب پیدا کړې.

کله چې یوازې یو درست حل وي،

دا فکر تا ته ژر تر ژره هغه لاره ښیي.

لکه څنګه چې د یوې معما د حل نښې نښانې تعقیبوې.

متفرق فکر (Divergent) ډېر انتخابونه جوړوي.

یوه ستونزه، ګڼ حلونه.

هیڅ نظر په پیل کې ډېر لیونتوب نه دی.

هر څومره ډېر انتخابونه لرې، هغومره ښه پرېکړې کوې.

هغه څه چې اکثره خلک نه پوهېږي دا دي:

ته لا له مخکې دا ټول ۷ ډول فکرونه لرې.

یوازې اړتیا ده چې د هغوی په کارولو تمرین وکړې.

څنګه یې تمرین کړې؟

➟ د هر څه پوښتنه وکړه مخکې له دې چې ومنې (انتقادي)

➟ لوی کارونه په وړو پړاوونو وویشه (تحلیلي)

➟ ډېر ځله “که داسې وای؟” وپوښته (خلاقانه)

➟ د ژوند په بڼو کې نښې ولټوه (مفهومي)

➟ لومړی پر حقایقو تمرکز وکړه (عیني)

➟ تر ټولو ښه حل پیدا کړه (متمرکز)

➟ ډېر انتخابونه جوړه کړه (متفرق)

تر ټولو ښه رهبران د دې ډولونو ترمنځ داسې بدلون راولي

لکه څنګه چې د موټر ګیرونه بدلېږي.

هغوی پوهېږي چې کوم وخت کوم ډول وکاروي.

ستا دماغ له هغه ډېر ځواکمن دی څومره چې ته فکر کوې.

اکثره خلک یوازې د هغه یوه برخه کاروي.

د ټولو ۷ ډولونو تمرین پیل کړه.

وګوره څومره هوښیار کېږې.

نه ځکه چې ته بدل شوې،

بلکې ځکه چې تا هغه څه وکارول چې له وړاندې درسره وو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب