تاند( سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه) کابل پل خشتي ساحه کې تر ځمکې لاندې لوی سوداګریز مارکیټ بشبړ او افتتاح شو.
طالب مسوولان وایي، دا مارکیټ له چوک پيل او تر پل خشتي جومات پورې دوام لري او په شاوخوا اوه زره متر مربع ځمکه جوړ شوی دی.
کابل ښاروالۍ زیاتوي، چې دغه مارکیټ ۳۴۰ هټۍ لري ۲۰۰ متره اوږ او ۳۰ متره پلنوالی لري.
سرچینه زیاتوي، چې دغه نوی جوړ شوی مارکیټ په ټولو اړینو معیارونو برابر دی دخولي او خروجي دروازو تر څنګ تشنابونه، په ښاري او سولري برښنا سمبال سیسټم، د اطفایې سربیره پکې امنیتي تجهیزات هم په پام کې نیول شوي دي.
کابل ښاروالۍ کې د طالبانو د حکومت مرستیال سجستاني د همدې مارکیټ د پرانېستې مراسمو کې وویل، ښار کې یې پر دوه سوه نورو پروژو هم کار روان دی چې ور سره به د کابل ښار بڼه بدله شي.
کابل ښاریانو ددغه نوي مارکیټ په جوړیدو خوښي ښودلې او له ښاروالۍ یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.