جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې له افغانستانه تر ۸ زره زیات مخالف...

‏پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې له افغانستانه تر ۸ زره زیات مخالف وسله وال ورغلي

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه) د پاکستان د پښتونخوا ایالتي چارواکي وايي، بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا ۸ زره مخالف وسله وال شته، چې د عامو خلکو په منځ کې پټ دي او وخت ناوخته پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.

د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې، دا شمېر وسله وال له افغانستان څخه پاکستان ته ورغلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د تحریک تر رامنځته کېدو وړاندې سوات او شاوخوا سیمې د هغو ځايي مذهبو ډلو یا ملایانو په کنټرول کې و چې وروسته ټي ټي پي ورڅخه جوړ شو.

پاکستاني چارواکي زیاتوي، چې یوازې په باجوړ او خیبر کې له ۸۰۰ زیات مخالف وسله وال موجود دي او نور یې په پېښور، ټانک، ډېره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت، سوات او نورو سیمو کې مېشت دي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار، سیف هم ویلي، چې وسله وال له افغانستانه ورځي او حکومت یې قانون عملي کوونکو ادارو سره په ګډه کار کوي او د هغوی پر ضد کلک دریځ لري.

له افغانستانه، پاکستان ته د وسله والو د ورتګ ادعا نوې نه ده، خو داسې مهال ده چې وروستیو میاشتو کې لسګونه افغان طالبان له کرښې پورې غاړې پاکستاني ځواکونو سره نښتو کې ووژل شول.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې وروستیو کې د پښتونخوا د وزیر اعلی په مشرۍ قومي جرګو کې مشرانو له افغان طالبانو شکایت کړی او د دې موضوع د شریکېدو غوښتنه یې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له افغانستانه نورو هېوادونو ته د وسله والو ډلو د ورتګ او یا ګواښ راپورونه رد کړي.

خو د پاکستاني چارواکو د دې تازه ادعا په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. کاملا دروغ او بې منطقه ادعا :
    ټالب او هر ډول وسله وال ،اشرار ، ترویستان او په هر نوم یې چې یادوئ ، دا ټول د پنجاب له خوا جوړ شوي ، روزل شوي ، تریننګ شوي او په افغانستان ، کشمیر ، هند او ایران او حتی روسیه کې استعمال شویدي .
    د افغانستان په هېڅ مدرسه او یا کوم بل ځای کې جنګي ډلې نه دي روزل شوي او د افغانستان هېڅ وګړی په تروریستي چارو کې ملوث نه دی . که کوم څوک احیانا چېرته استعمال شوی وي ، هغه به هم په فکیستان کې روزل شوی وي. بنا افغانان له هر ډول ترویستي او جنګي ډلو نه ځان مبرا او پاک بولي .
    د ډیورند خط په اوږدو کې اغزي لرونکی تارونه ، د پنجاب ملیشې او پوج پروت دی ، له رسمي دروازو یو نفر بې ویزې نه شې تېرېدای ، نو ستاسو دا جنګیالي به په کومه لار درغلي وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب