جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان د چین په همکارۍ د خپلو خلکو...

‏د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان د چین په همکارۍ د خپلو خلکو خبرې او انټرنیټ څاري

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه) د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان د ټیلیفونونو د اورېدو او انټرنیټي څار د یو لوی سیستم په کارولو سره د خلکو خبرې او فعالیتونه څاري.

د رسنیو په راپور کې راغلي چې دغه سیستم د “LIMS” په نوم سیستم یادېږي چې په یو وخت کې تر څلورو میلیونو زیات ټیلیفونونه څارلی شي.

ورسره یو ځای د “WMS 2.0” په نوم فایر وال هم کار کوي چې ویبپاڼې او ټولنیزې رسنۍ ورو کوي یا بندوي.

دغه سازمان وايي، اوسمهال په پاکستان کې نږدې ۶۵۰ زره وېب پاڼې بندې دي او یوتیوب، فېسبوک او ایکس هم محدود شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، زیات اغېز یې په بلوچستان کې لیدل شوی، چې خلکو کلونه کلونه د انټرنیټ بندیزونه زغملي او په وروستیو اوونیو کې یو شمېر نور محدودیتونه هم وضع شول.

د پاکستان محکمې ته د دغه هېواد د مخابراتو ادارې منلې چې د څار دا سیستمونه په رسمي ډول لګول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې دا ټکنالوژي د چین او لویدیځو هېوادونو د شرکتونو له خوا برابر شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دا کار به د بیان د آزادۍ او محرمیت نور هم محدود کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب